تازه خبرونه

د نجونو د زدکړو پیلولو لپاره لږ نور وخت ته هم اړتیا ده ـ مولوي متقي

Published

on

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دوشنبې پر ورځ له نړۍ څخه د ښو اړیکو غوښتنه وکړه؛ خو د نجونو د ثانوي او لوړو زدکړو د بیا پیلېدو په اړه یې له لندمهالې ژمنې ډډه وکړه.

نږدې دوه میاشتې مخکې کله، چې د لویدیځ تر ملاتړ لاندې پخوانی حکومت ړنګ شو او د افغانستان اسلامي امارت کابل ونیوه؛ نو نوې ادارې له نورو هېوادونو سره د اړیکو جوړولو ته زور ورکړ، چې په هېواد کې د رامنځته کېدونکي اقتصادي ناورین مخه ونیول شي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په دوحه کې د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز لخوا په جوړه شوې غونډه کې څرګنده کړې: نړیواله ټولنه باید له مونږ سره همکاري پیل کړي. له دې سره به وکولی شو د ناامنيو مخه ونیسو او له نړۍ سره مثبته ښکېلتیا ولرو.

د افغانستان اسلامي امارت تر دې دمه نجونو ثانوي ښوونځيواو لوړو پوهنتوني زدکړو ته د ورتګ په اړه پرېکړه نده کړې، چې د نړیوالې ټولنې یوه له اړینو غوښتنو څخه ده. تېره میاشت پرېکړه وشوه، چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي به یوازې د هلکانو لپاره خلاص وي.

مولوي متقي ویلي، چې اسلامي امارت په دې اړه له پاملرنې کار اخلي؛ خو یوازې څو اوونۍ کیږي، چې واک ته رسېدلي  او دمګړۍ ترې د اصلاحاتو د بشپړېدو تمه؛ ځکه ستونزمنه ده، چې نړیواله ټولنه په تېرو ۲۰ کلونو کې بریالۍ شوې نده، چې اړوند اصلاحات پلي کړي.

هغه زیاته کړې: په داسې حال کې، چې هغوی ډېرې مالي سرچینې، ځواکمن نړیوال ملاتړ او پراخې هماکرۍ لرلې؛ خو اوس له مونږ څخه له همکارۍ پرته په دوه میاشتو کې د ټولو اصلاحاتو غوښتنه کیږي.

متقي په ځلونو له امریکا غوښتي، چې د افغانستان بانک کنګل شوې له ۹ میلیارډ ډېرې پیسې آزادې کړي؛ خو وایي، چې که د پیسو زیرمه یې کنګل پاتې شي؛ نو د پیسو لپاره به حکومت ته یوازې کورنۍ  مالیه، ګمرکي تعرفې او کرنیزې سرچینې پاتې وي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت ځواکونه پر هېواد بشپړ کنټرول لري او دا ځواک لري، چې د اسلامي دولت د خراسان څانګې(داعش) وسلوال ګواښ کنټرول کړي.

هغه ویلي: د داعش مسله تر دې دمه د اسلامي امارت لخوا خورا ښه کنټرول شوې؛ خو پر اسلامي حکومت نړیوال فشار داعش زړورکړی دی؛ ځکه، نو نړۍ باید د فشار پرځای له مونږ سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د میرمنو او نجونو د حقونو په اړه خپلې ژمنې ماتې کړي او که میرمنې له کار او زدکړو منع شي؛ نو اقتصاد اصلاح کېدلی نشي.

Trending

Exit mobile version