تازه خبرونه

د نجونو د لیسو د تړلو لپاره کوم اسلامي دليل نشته – عباس ستانکزی

Published

on

(Last Updated On: تله ۵, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لیسو له تړل کېدو یو کال وروسته د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال یو ځل بیا په ټول افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ګرځندوى د نړيوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ویلي، چې زدکړه پر ښځو او نرينه وو فرض ده او هغه څوک، چې د نجونو د زدکړو مخالف دي او او تبعیضي چلند کوي؛ بايد شرعي دلايل وړاندې کړي.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزی وایي: تعلیم پر  نر او ښځه فرض دی؛ هیڅوک شرعي د لیل نلري او ژر باید ټولو ته د زدکړې زمینه برابره شي، چې دا د اسلامي امارت له د ندوه څخه ده او ستونزې باید د پوهنې وزارت عاجلې حل کړي.

ده په ټولو افغانانو غږ وکړ، چې د بښنې له حکم څخه ګټه پورته کړي او هېواد ته راستانه شي.

شېر محمد عباس ستانکزي له هغو سیاسیونو او افغانانو، چې له هېواده بهر دي د بېر ته راستنېدو غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړې، چې  په ګاونډ او سیمې هېوادونو کي غونډې او مخالفتونه نشي کولی  دوی ته ګټه ورسوي؛ ځکه، چې اسلامي امارت  به هیچاته د هېواد د نظم او امنیت د اخلال اجازه ورنکړي.

نوموړي ویلي: په تاجکستان، ویانا او ترکیه کې دا ناستې کومه ګټه نلري او تاسې بیا هم له بهرنیانو مرسته غواړئ؛ تاسې ملت استفراق کړي یاست او له پخوانیو تېرو تنو لاس واخلئ.

د اسلامي امارت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مسوولینو بیا د زد کړو په اړه بل نظر لري او څرګندوي، چې زدکړه که د یني نه وي  بیا یې مباح بولي.

د اسلامي امارت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر مولوي خالد حنفي وایي: د نجونو تعلیم  مباح ده او که د اسلامي نظام د ګټې لپاره يي څوک کوي هغه بیا مستحب ده بیا دي وشي.

مولوي  خالد حنفي زیاتوي؛ مونږ په لومړیو کې احمد مسعود ته عذر وکړ؛ خو هغه رانغی او بغاوت يې وکړ. ولي د بغاوت څه اړتیاوه؟!

دغه راز د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په ویاړ جوړې شوي غونډې ته د افغانستان د اسلامي امارت د رییس لوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د سیاحت زمینه برا بره شوې ده.

د رییس الوزرا دوه یم مرستیال عبد السلام حنفي زیاته کړې: زمونږ په هېواد کې اوس سرتاسري امنیت ټینګ دی او په دې کې ټول افغانان او بهرني سیلانیان کولی شي د افغانستان له طبیعې ښکلا او تاریخي سیمو لیدنه وکړي.

په دې اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه وایي: مونږ کوښښ کوو د هېواد په کچه خپلو هېوادوالو ته آسانتیاوي برابرې کړو، چې د کورنیو سیلانیانو تر څنګ بهرني سیلانیان هم افغانستان ته راشي او اوس هم راغلي دي.

د اسلامي امارت مسوولین زیاتوي، چې په هېواد کې د ګرځندوی صنعت د پراختیا په  برخه کې به کورنیو او بهرنیوسیلا نیانوته آسانتیاوې زیاتې کړي، چې له دې لارې د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو په څېر افغانستان ته هم له خپلو تاریخي او طبیعي ښکلاوو څخه د زیاتو عوایدو د ترلاسه کولو زمینه برابره شي.

Trending

Exit mobile version