تازه خبرونه
د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لیسو پر نصاب او ترانسپورت برابرولو کار روان دی – مجاهد
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په هېواد کې د تعلیمي نصاب پر تعدیل او له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته د ترانسپورتي سیستم پر برابولو کار روان دی.
مجاهد د شنبې پر ورځ د تلې ۲۳ په ترکیه کې د دیني عالمانو نړیوال کنفرانس ته د وینا پر مهال ویلي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي د دې لپاره تړل شوي ندي، چې اسلامي امارت د تعلیم خلاف دی، بلکې د اصولو د چمتو کولو په خاطر ځنډول شوي دي.
ذبیح الله مجاهد وایي: مونږ د دوی نصاب سموو… مونږ یې د تګ راتګ لپاره ترانسپورتي پلان جوړوو، چې خلک له رواني او مذهبي پلوه ښوونځیو ته د خپلو لوڼو پرېښودو ته چمتو شي. د دوی چاپېریال باید امن او خوندي وي. هغه څه، چې دوی زدکوي باید دیني او اخلاقي وي.
مجاهد زیاته کړې، چې د ښوونځیو اوسنی نصاب د امریکا تر اشغال لاندې جوړ شوی دی. که په افغانستان کې پلی شي، دوی به د هېواد پر ضد راوڅرخوي.
نوموړي دا ټینګار هم وړاندې کړی، چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته بايد بېل او جلا ښوونځي جوړ شي.
دیني عالمانو په دې غونډه کې، چې د مسلمانانو اتحاد تر سرلیک لاندې جوړه شوې؛ په اسلامي هېوادونو کې د مسلمانانو د وضعیت د څېړلو ترڅنګ؛ د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وکړې.
د اسلامي امارت ویاند د اسلامي هېوادونو له دیني عالمانو وغوښتل، چې د اسلامي امارت او د خپلو هېوادونو د حکومتونو تر منځ د ارتباطي پلونو په توګه کار وکړي او له خپلو حکومتونو وغواړي، چې اسلامي امارت پر رسمیت وپيژني.
مجاهد ویلي، چې د افغانستان مشران تر بندیزونو لاندې دي، د افغانستان پانګه کنګل ده. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته نده ورکړ شوې او پر بانکونو یې بندیزونه دي، چې په وینا یې غرب له دې کار سره د افغانستان نړیوال دریځ تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
مجاهد دا هم ویلي؛ اسلامي امارت د هغو تکفیري ډلو پر وړاندې جنګیږي، چې د هېوادونو امنیت او ثبات تهدیدوي او اجازه نه ورکوي، چې له افغانستان څخه د کوم هېواد امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
مجاهد همداراز په تېر یوه کال کې د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته هم اشاره کړې او وايي چې د اسلامي شریعت سره سم یې مثبت بدلونونه راوستي او په افغانستان کې یې د مالي او اخلاقي فساد دوه د کرکې وړ پديدې له منځه وړي دي.
