تازه خبرونه
د نجونو د ښوونځيو د تړل کېدو اصلي لامل اقتصادي ستونزې دي- قلندرعباد
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد څرګنده کړې؛ اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځيو ټولګي د زدکوونکیو پر مخ وتړل شي.
له بي بي سي سره په خبرو کې قلندرعباد ویلي؛ زدکړه د نجونو لپاره هومره اړینه ده لکه څومره، چې د هلکانو ته ده.
نوموړي ویلي: اصلي مسله اقتصادي ستونزه ده؛ ځکه، چې زمونږ ټوله پانګه په بهر کې تړلې ده. مونږ نه یوازې پر بېخبناوو کار کوو، بلکې د نجونو د ښوونځیو لپاره د ښځینه ښوونکیو او کارکوونکیو په ګډون د ټولو آسانتیاوو په برابرولو هم کار کوو.
د اسلامي امارت دغه لوړ پوړي چارواکي دا هم ویلي، چې د حجاب او په ښوونځیو کې د جلا نظام په اړه اندېښنې هم شته.
دغه راز په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ويلي؛ په تېرو لس میاشتو کې د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو لامل پر چارسمبالي حکومت بندیزونه ندي، بلکې علت یې د ښځو او نجونو په اړه نامناسبې کړنې دي.
د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي: مونږ د طالبانو( اسلامي امارت) د چلند له مخې قضاوت کوو. پر طالبانو(اسلامي امارت) بندیزونه او سزاګانې؛ ځکه لګول شوي او کمی په کې نه راځي، چې دوی د ښځو او نجونو پر وړاندې نامناسب چلند روان ساتلی او ښځې په کې له پامه غورزېدلي دي.
په تېرو لس میاشتو کې د هېواد په زرګونه هېوادوال له افغانستان وتلي، چې د نجونو د زدکړو د دوام او د بشري حقونو، د ښځو د زدکړو په برخه کې د چارسمبالي حکومت د ژمنو نه عملي کیدل دي.
د اسلامي امارت ځینو چارواکو په وار وار د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کړی؛ خو تر اوسه د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو خبر نشته.