تازه خبرونه

د نجونو پاتې ښوونځي به ډېر ژر له نوي میکانیزم سره پرانیستل شي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۱)

د اسلامي امارت ویاند ډاډ څرګند کړی، چې د نجونو پاتې ښوونځي به هم ډېر ژر له یوه نوي میکانیزم سره پیل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د نجونو د منځنیو ښوونځیو او عالي لیسو د درسونو د پیل زېری وړاندې کړ او ټینګار کوي، چې د نجونو ښوونځي به ډېر ژر د یوه نوي میکانیزم پر مرسته بېرته پرانیستل شي.

د پوهنې وزارت پخوانيو چارواکو ويلي، اسلامي امارت عملاً د ښوونځیو د تړلو پر وړاندې د خلکو زغم ویني او نړیواله ټولنه هم د نجونو د ښوونځیو پر بیا پرانستلو ټینګار کوي؛ ځکه، نو دا ستونزه باید ژر تر ژره حل شي.

د پوهنې وزارت پخواني مرستیال صدیق پتمن ویلي؛ طالبان( اسلامي امارت ) بریالی کیږي، چې په یوه ورځ کې ښځو ته د حجاب طرحه وړاندې کړي؛ خو په ۹ میاشتو کې نشي کولی د ښوونځیو د پرانستلو طرحه وړاندې کړي. خلک او نړیواله ټولنه دا موضوع هیرولی نشي.  

د کابل اوسیدونکی سراج الدین ویلي، چې اسلامي امارت د هغو میلیونونو نجونو د تمې شېبې اوږدې کړي، چې ښوونځیو ته له تګه بې برخې شوې دي.

کارپوهان پدې باور دي، چې د نجونو د ښوونځیو پرانیستل کولی شي له اسلامي امارت سره د نړۍ د تعامل لاره اواره کړي.

Trending

Exit mobile version