تازه خبرونه

د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه به راتلونکی کال پرانستل شي

Published

on

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، راتلونکي کال به ټول ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

هغه هېوادوالو او خویندو ته ډاډ ورکړ، چې په راتلونکي کال کې به ټول ښوونځي او پوهنتونونه پرانستل شي.

هغه زیاته کړې؛ ټول زدکړې وکړئ او پخپله پوهه د اغراضو مخه ونیسئ.

د ا.ا.ا ویاند نن پنجشنبه د اهل تشیع د یوه مشر ډاکتر جعفر مهدوی په مشرۍ ( ملي وحدت د اسلامي عدالت په رڼا کې ) تر سرلیک لاندې جوړې شوې غونډې ته څرګنده کړې: په افغانستان کې علما او خلک پوهیږي، چې ټولو د ستونزو د حل لپاره مټې رانغاړلي او مونږ بریالي شوو، چې له سترو بدبختیو ځانونه وژغورو او نوي پرمختګونه پیل او د سوکالۍ لپاره د حل لار ولټوو.

هغه څرګنده کړې، چې اسلامي امارت د دسیسو جوړولو مخه نیولې او د خپلسریو مخ باید په ګډه ونیسو؛ خپل ملي وحدت خوندي کړو.

هغه وایي؛ اسلام اختلافاتو ته اجازه نه ورکوي او قومي تفاوتونه مو ولسي ښایست دی او ټول سره وروڼه یوو او په دې هېواد کې د ژوندانه حق لرو.

نوموړی وایي، چې مونږ کابل ښار ته له برنامی پرته رادننه شوو او د الله شکر دی، چې عمومي بښنه پلې شوه او خپل ځواکونه مو کنټرول کړل.

مجاهد دا هم وویل، چې زمونږ لومړنی کار به له ډاکټر مهدي سره د بامیان ولایت له سمڅو او مغارو د بامیانیانو راایسل او ښارګوټی ورته جوړول وي. مونږ ښه استعدادونه او وړتیاوې لرو او باید ترې ګډه ګټه پورته کړو.

هغه ويلي: زمونږ اقتصاد به په شپږ مياشتو کې وده پیل کړي.

ذبیح الله مجاهد دا ډاډ هم څرګند کړ، چې افغانستان له جګړې نوی راوتلی؛ مونږ په پام کې لرو، چې سترې پرمختیايي پروژې لکه ټاپي، کاسا زر، میس او عینک او نورې پروژې پیل کړو.

ټولو ملي او نړیوالو پروژو ته به د پلیکېدو زمینه برابره شي.

د اهل تشیع دغې جوړې شوې غونډې ته ډاکټر جعفر مهدوي د اشرف غني پېر او دوره توره او نامشروع ونوموله او څرګندوي، چې غني په هېواد کې قومي نفاق ته لمن وهلې، د هېواد خرانه یې تشه کړې او بیا یې د تېښتې لار غوره وګڼله.

ډاکټر مهدوي په دې ناسته کې له اسلامي امارته د ملاتړ تر څنګ څرګنده کړه، چې په نوي کال کې به مونږ ان شالله له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د پیل لیدونکي او په دې سیاسي فرصت کې به د ګډو هڅو شاهدان وو.

ډاکټر مهدوي د اسلامي امارت یو لړ لاسته راوړنو ته په نغوته کې ویلي، چې د افغانستان په اسلامي امارت کې د هېواد ټول مجاهدین خپله ونډه لري او ډېر ژر به د ټول هېواد سیاسي او فرهنګي څېرې هم په دې حکومت کې ځانونه وګوري.

Trending

Exit mobile version