سیمه ییز خبرونه
د نرخ له ولسوالۍ څخه د امريكايي ځانګړو ځواكونو د وتو په باب هوكړه شوې ده
افغان ولسمشر وايې، له وسله والو طالبانو سره به د سولې په خبرو كې د تېرو يوولسو كلونو برياوې هېڅكله له لاسه ونه وځي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كيري د دوشنبې په ورځ ( د وري ۵ ) په يوه نا اعلام شوي سفر كې كابل ته راغى.
نوموړي له ولسمشر حامد كرزي سره په كتنه كې د ميدان وردګو ولايت له نرخ ولسوالۍ څخه د امريكايي ځانګړو ځواكونو د وتو په ګډون په امنيتي مسايلو او د رڼو ټاكنو په باب خبرې وكړې.
افغان ولسمشر حامد كرزى وايې:
په دې خبرو اترو كې د سولې بهير اصلي بحث و او افغانستان به كله هم د سولې په خبرو كې تېرې یوولس كلنې برياوې له لاسه ورنكړي.
ښاغلي كرزي زياته كړه، چې دوی همدا راز هوكړه كړې، چې امريكايي ځانګړي ځواكونه به ډېر ژر د ميدان وردګ ولايت له نرخ ولسوالۍ څخه ووځي.
د ښاغلي كرزي په وېنا، د رڼو ټاكنو مسئله، چې لاسوهنې به په كې نه كېږي، هم هغه موضوع وه، چې پرې له جان كيري سره غږېدلى دى.
د امريكا دفاع وزير له افغان امنيتي ځواكونو غواړي، چې له خپل هېواد څخه په دفاع كې خپلې دفاعي وړتياوې زياتې كړي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كيري همدارنګه وویل، مونږ د افغان ځواكونو د پياوړتيا لپاره ډېرې هڅې كوو، دا پر افغان دولت پورې اړه لري، چې د خپلو امنيتي ځواكونو د دفاعي وړتياو په لوړولو كې هڅې وكړي، څو د افغانستان له پولو څخه بهر د احتمالي بريدونو پر وړاندې دفاع وكړي.
ويل كېږي، چې د ګاونډيو هېوادونو د احتمالي بريدونو په صورت كې د افغانستان له پولو څخه د امريكا پوځي ملاتړ د كابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي تړون پر وړاندې يو وړاندې شرط دى.