تازه خبرونه
د نشهيي توکو پلورونکي او تولیدوونکي باید مجازات شي ـ د اسلامي امارت مشرتابه
د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله آخوندزاده د یکشنبې پر ورځ (د کب اته ویشتمه) د ضبط شویو نشهیي توکو د سوځولو او د هغو وسایلو او تجهیزاتو د له منځه وړلو سپارښتنه وکړه، چې د نشهیي توکو په کر او تولید کې کارول کیږي.
د دغه فرمان له مخې، د کورنیو چارو، عامې روغتیا وزارتونو او د استخباراتو د عمومي ریاست ګډه کمېته باید نیول شوي نشهیي توکي د محکمې د یوه استازي په حضور کې بر عامه بنه وسوځوي.
په دغه حکم کې راغلي دي: د شرابو، الکولي مشروباتو، امان (ایفیدرا)، پوډر، کوکاین، شیشې او نورو نشه یي توکو پلورونکي او تولیدوونکي باید مجازات شي او یاد شوي نشهیي توکي او هغه وسایل او تجهیزات، چې د نشهیي توکو په تولید کې کارول کیږي باید له منځه یوړل شي.
د يادونې ده، چې له دې مخکې هم د بېلابېلو فرمانونو له مخې په هېواد کې د نشهيي توکو پر کښت، توليد او قاچاق بنديز لګول شوى و.