سیمه ییز خبرونه
د نشه يي توكو پروړاندې مبارزه كې د افغان حكومت هڅې بريالۍ نه دي
د مشرانو جرګې غړي وايي، د نشه يي توكو پروړاندې مبارزه كې د افغان حكومت هڅې بريالۍ نه دي او د نشه يي توكو قاچاق او د روږدو شمېر ورځ تربلې زياتوالى مومي. د نشه يي توكو پروړاندې د مبارزې وزارت هم د دغه وزارت د تګلارو پلي كول ناكامې ګڼي.
د نشه يي توكو د روږدو ورځ تربلې زياتوالى، د لويو قاچاق وړونكو د نومونو نه افشا كېدل او د نشه يي توكو په كښت كې ډېروالى د دې لامل شول، چې مشرانو جرګه دوه مسئول چارواكي دغه جرګې ته وروغواړي.
د مشرانو جرګې يو شمېر غړي د نشه يي توكو پروړاندې د مبارزې او عامې روغتيا وزارتونو مسئولين په دې برخه كې په بې كفايتۍ تورنوي.
په همدې وخت كې د نشه يي توكو پروړاندې د مبارزې وزارت مرستيال هارون رشيد شيرزاد وايي:
په ډېرو برخو كې د دغه وزارت تګلاره نه ده پلې شوې او د عامې روغتيا وزارت مرستيال احمد جان نعيم هم د مالي سرچينو له كموالي سرټكوي.
دا په داسې حال كې ده، چې په دې دواړو وزارتونو كې مسئولين وايي، په هېواد كې د روږدو د درملنې ظرفيت لوړ شوى او په نشه یی توکو د روږدو كسانو د درملنې هڅې روانې دي.