سیمه ییز خبرونه

د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې ځواكونه دې سمبال او خپلواكه شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كورنيو چارو وزارت د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې رييس وايي:

كه تر ۲۰۱۴م  كال پورې مو ځواكونه په اړينو وسايلو سمبال او خپلواك نه شي، دا ځواكونه به د نشه يي توكو د كر او قاچاق په وړاندې د مبارزې وړتيا له لاسه وركړي.

هغه ټينگار وكړ، چې:

د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې ځواكونو د نه سمبالښت په صورت كې ښايي له ۲۰۱۴م كال وروسته د د دغو توكو په كراو قاچاق كې زياتوالى رامنځته شي.

د كورنيو چارو وزارت د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې رييس باز محمد احمدی وايي:

په ولايتونو كې د دې رياست سيمه ييز مديران  اړ دي، چې د نشه يي توكو د سترو  قاچاقگرو د نيولو لپاره خپل كاريز پلان پلى كړي.

احمدي په ډاگه كړه، چې:

هڅه كيږي، چې د هېواد هوايي ډگرونو او پولو ته په راروانو څو مياشتو كې وړ او مسلكي كسان وروپېژندل شي.

دا په داسې حال كې ده، چې د ۲۰۱۴م كال پاى ته رسيدو او د بهرنيو ځواكونو وتلو ته دوه كاله پاتې دي.

Trending

Exit mobile version