سیمه ییز خبرونه
د نشه يي توكو په وړاندې مبارزه كې ۷ ميليارد دالرلگول شوي
د امريكا د واشنگتن پوست ورځپانې په خپل يو رپوت كې ليكلي، چې په افغانستان كې د نشه يې توكو په وړاندې د مبارزې په برخه كې له ۲۰۰۲م كال څخه تر ۲۰۱۲ م كال پورې شاوخوا اووه ميليارد دالر لگول شوي؛ خو كومه پايله يې درلودلې نه ده.
دغه خپور شوي رپورت په ډاگه كړې، چې په دې ورستيو كې د نشه يې توكو كركيله بيا زياته شوې ده.
رپوټ په افغانستان كې له نشه يې توكو سره د امريكا پر مبارزې نيوكه كوي او زياتوي، په افغانستان كې نشه يې توكي هغه څه دي، چې د دغه هېواد په سياست او اقتصاد كې ستر رول لري.
د افغانستان د نشه يې توكو په وړاندې د مبارزې وزارت وياند عبدالقيوم ثامر وايي، چې:
د نشه يې توكو كښت او توليد يوازې له افغانستان پورې تړاو نه لري.
ښاغلى قيوم ثامر وايي، چې نشه يې توكي سيمه ييزه مسله ده او د مخنيوي لپاره يې بايد د سيمې هېوادونه هم لاس په كار شي.
نوموړى همدا راز وايي، چې د افغانستان د نشه يې توكو په كښت كې ترهگريزې ډلې او نړيواله مافيا لاس لري.
واشنگتن پوست ورځپاڼه په خپل دغه رپوت كې ليكي، چې يو شمېر هغه افغان چارواكي، چې د نشه يې توكو په وړاندې د مبارزې دنده ورته سپارل شوي پخپله د نشه يې توكو په كښت او قاچاق كې لاس لري.
د نشه يې توكو په وړاندې د مبارزې وزارت وياند بيا دا ادعاوې ردوي او وايي، افغانستان د نشه يې توكو له منځه وړلو ته ژمن دى.
د نوموړي په وينا، د دغې ادعا ښكارندوى هغه لسگونه افغان پوليس دي، چې هر كال د نشه يې توكو د كښتونو د له منځه وړلو پر مهال ورته مرگ و ژوبله اوړي.