سیمه ییز خبرونه

د نشه يي توكو ۱۳ قاچاقگر ونيول شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له نشه يي توكو سره د مبارزې پوليس وايي، چې د تاجكستان پولې ته نږدې د نشه يي توكو د قاچاقگرو يوه ډله يې نېولې ده. پوليس زياتوي، چې دوى له قاچاقگرو سره تر څو ساعته نښتې وروسته د ديارلسو قاچاقگرو په نيولو بريالي شول.

نيول شوي قاچاقگر ټول افغانان دي، چې د كورنيو چارو وزارت له نشه يي توكو سره د مبارزې د مرستيال بازمحمد احمدي په وېنا دغو قاچاقگرو تاجكستان ته هم سرخوگى جوړ كړى و.

د ښاغلي بازمحمد په وېنا دوى د تاجكستان له پوليسو سره په همغږۍ د تاجكستان پولې ته څېرمه د بدخشان په شهر بزرگ او ياوان ولسواليو كې د عملياتو په ترڅ كې دغه قاچاقگر ونيول.

د نشه يي توكو او جرايمو سره د ملگرو ملتونو د مبارزې رئيس جان لوك لومايو وايي:

له شك پرته افغانستان په ښه حالت كې ندى او اوس هم افغانستان د نړۍ په كچه ډېر نشه يي توكي توليدوي. له بلې خوا د پوليسو دغه عمليات ښيي، چې په راتلونكې كې د نشه يي توكو د كركېلي او قاچاق مخنيوى څنگه كولاى شو.

د كورنيو چارو وزارت مرستيال زياتوي، چې نيول شويو قاچاقگرو، د ښځو، ماشومانو په اختطاف او څارويو په غلاوو كې هم لاس درلود.

له دغو كسانو څخه ۲ تاجكۍ مېرمنې هم خلاصې شوې او په بدخشان كې د تاجكستان قونسلگرۍ ته سپارل شوې دي.

په داسې حال كې، چې د كورنيو چارو وزير په تازه څرگندونو كې د پوليسو سياسي او سمتي علايقو ته اشارې كړي، د دغه وزارت مرستيال هم دا مني، چې په ځينو پوستونو د شخصي او سمتي علايقو له مخې پوليس گومارل شوي، چې له همدې كبله ځيني وخت د نشه يي توكو د سترو كاروباريانو په نيولو كې لازمه همكاري نه كوي.

د كورنيو چارو وزارت مرستيال وايي، چې د افغانستان په شمالي پولو كې د نشه يي توكو د قاچاقگرو پر ضد دېته ورته نور عمليات هم وكړي.

Trending

Exit mobile version