سیمه ییز خبرونه

د نشه يې توكو د روږدې كيدو په مخنيوى كې دې هېوادوال مرسته وكړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له نشه يي توكو سره د مبارزې چارواكي وايي:

افغانان او په افغانستان كې ټول كورني بنسټونه بايد د نشه يې توكو د روږدې كيدو په مخنيوى كې له دولت سره مرسته وكړي.

له نشه يې توكو سره د مبارزې وزارت معين محمد ابراهيم ازهر وايي:

كه څه هم په نشه يې توكو د روږدو كسانو درملنې بهيرگړندى شوى، خو د يو ميليون روږدو كسانو درملنه اسان كار نه دى.

په كابل كې د بشري حقونو د سيمه ييز دفتر رييس د هغو منابعو د له منځه وړلو غوښتنه كوي، چې په ټولنه كې روږديتوب ته وده وركوي.

په ښاري سيمو كې هر ورځ داسې روږدي كسان ليدل كيږي، چې د نشه يې توكو د پيدا كولو پسې گرځي. دغه روږدي په دې پوهيږي، چې نشه يې روغتيا ته ستر زيان رسوي او كله كله،  چې روغ كسان په خپل چاپېريال كې گوري ان ژاړي؛ خو د حل لار نه ويني.

كه څه هم افغان دولت د دغو روږدو كسانو د درملنې د گړنديتوب د هڅو خبرې كوي، خو زياتوي، چې په يوازې توگه د يو ميليون روږدو كسانو درملنه اسان كار نه دى.

په كابل كې د بشري حقونو د سيمه ييز دفتر رييس شمس الله احمد زى وايي، چې:

د نشه يې توكو د زيانونو په اړه د خلكو د پوهاوي د كچې لوړول او په ښار كې د نشه يي توكو د پير او پلور مخنيوى يوازنۍ لار ده، چې كولى شي په ټولنه كې دغه ستونزه حل كړي.

د عامې روغتيا د چارواكي د څرگندونو له مخې په نشه يې توكو روږدو كسانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي او دولت مكلف دى، چې له درملنې وروسته يادو كسانو ته د كار زمينه برابره كړي.

Trending

Exit mobile version