تازه خبرونه
د نشه يي توکو د له منځه وړلو پرته پر وسلوالو طالبانو بری ناشونی دی- جان سپکو
د افغانستان په بیا رغونه کې د امریکا د څار ادارې پلټونکي ویلي، چې د نشه يي توکو د کرکیلې او تولید د له منځه وړلو پرته پر وسلوالو طالبانو بری ناشونی دی.
په افغانستان کې د نشه يي توکو پر امبارونو او کارخونو د نړیوالو ځواکونو د هوايي بریدونو له پیلیدو سره په یوه وخت کې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا مفتش خبرداری ورکړی ، چې نشه يي توکي د وسلوالو طالبانو د تمویل سرچنه ده.
د هغه په بارو؛ که نشه يي توکي نابود نشي، په جګړه به پر وسلوالو طالبانو بری ونه مومي.
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا پلټونکي جان سپکو په ډاګه کړې، چې که نشه يي توکي نابود نه کړو؛ نو په جګړه کې به پر وسلوالو طالبانو بری ناشونی وي. طالبان د جګړې لپاره شپېته په سلو کې پیسې د نشه يي توکو له درکه پیدا کوي. که غواړو، چې پر وسلوالو طالبانو برلاسي شو؛ نو باید نشه يي توکو له منځه یوسو.
په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان وايي، چې افغانستان د نشه يي توکو له درکه له تر لاسه کیدونکیو شپېته میلیارد دالرو څخه هر کال وسلوال طالبان دوه سوه میلیون دالره تر لاسه کوي.
د نوموړي د وینا له مخې؛ طالبان د نشه يي توکو له درکه دومره پیسې تر لاسه کوي، چې د جګړې له اړتیاوو یې ډېریږي.
هغه زیاتوي، د وسلوالو طالبانو رهبران د پیسو لپاره جګړه کوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب الله دانش هم تائیدوي، چې د وسلوالو طالبانو پر مالي سرچینو یې بریدونه ډېر کړي او غواړي د هغوی د تمویل سرچینې وچې کړي.
افغانستان د نړۍ په کچه تر ټولو دېر نشه يي توکي تولیدوي.
د افغانستان له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت مسوولین وايي، چې په دوه زره اووه لسم میلادي کال کې د نشه يي توکو تولید اووه اتیا په سلو کې ډېر شوی دی.
دغه زار په کور د ننه شاو خوا درې میلیون وګړي پر نشه يي توکي روږدي دي، چې ټولنه یې له ګډوډیو سره مخ کړې ده.
خبریال: فواد ناصری