سوداگري

د نفتو يو ستر چينايي شرکت CNPCI په افغانستان کې د پانګونې ډاډ څرګند کړ  

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۸, ۱۴۰۱)

د چین هېواد د نفتو د تولید او پروسس ملي شرکت CNPCI مشر کابل ته په سفر کې ويلي، چې په افغانستان کې پانګونې ته لیواله دي.

د CNPCI نړيوال شرکت مشر  حن ريومن د لومړي وزیر له اداري مرستيال مولوی عبدالسلام حنفي سره په ليدنه کې ويلي، غواړي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ټویټ کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت د لومړي وزیر لومړي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن سهار د چین د نړیوال CNPCI شرکت له مشر حن ریومن او مل پلاوي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

د چين د نفتو دولتي شرکت(CNPCI)  مشرحن ريومن د لومړي وزیر له اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي سره په ليدنه کې ويلي، چې شرکت يې غواړي په افغانستان کې د نفتو په برخه کې پانګونه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د ياد شرکت له لوري په افغانستان کې له پانګونې هر کلی وکړ او څرګندوي، چې اوس له بل هر وخت ډې په افغانستان کې امنيت ټينګ دی او ټولو کورنيو او بهرنيو شرکتونو ته د پانګونې ښه زمينه برابره شوې ده.

ملا عبدالسلام حنفي زیاته کړې، چې د افغانستان حکومت د بهرنيو سوداګرو او شرکتونو لپاره په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې آسانتياوې برابروي.

د افغانستان خصوصي سکتور هم په هېواد کې د چینې پانګوالو پانګونه اړینه بولي او زیاتوي، چې د بهرنیو پانګونې زیاتول کولی شي اقتصادي ناخوالې پای ته ورسوي.

د هېواد د صنایعو او کانونو خونې مسوولین هم  وایي، چې په افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو پانګونه کولی شي بې کاري او اقتصادې ستونزې حل کړي، دوی د افغانستان له اسلامی امارته غوښتنه کوي، چې د کانونو په سکتور کې دې افغان او بهرنیو مشترکه شرکتونو ته تړونونه ورکړی، چې د افغان شرکتونو وړتیا او ظرفیت هم لوړشي.

د صنایعو او کانونو خونې مشر شېرباز کمین زاده وایي: مونږ د بهرنیو پانګونو هرکلی کوو؛ خو مهمه خبره داده، چې زمونږ کانونه باید هغه شرکتونو ته ورکړ شي، چې له افغانانو سره د وړتیاوو د لوړولو لپاره شریک شي.

د افغانستان د اوسپنې ویلي کولو ټولنې اجرائیه مشر عبدالنصیر رشتیا وایي: مونږ د بهر نیوپانګونو استقبال کوو؛ خو حکومت باید بهرنې شرکتونه د دې پانګونو عملی کولو ته اړ کړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم په افغانستان کې د بهرنیو پانګونو پراختیا مهمه بولي او زیاتوي، چې د افغانستان اسلامي امارت باید د پانګونو دعملي پيل هڅو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

اقتصادي کارپوه امید قاسمزی څرګندوي: مونږ له حکومته هیله من یوو، چې بهرنۍ پانګونې باید له قرار داد څخه عملي بهیر ته دننه شي. په تېر کې هم بهرنیو شرکتونو ژمنې کولې او اوس باید د قرارداد پر عملی چارو ټینګار وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې په اقتصادي چارو کې د لومړي وزیر لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر او د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالی مولوي شهاب الدین دلاور او ورسره مل پلاوي یې نن په یوه رسمي سفر سرپل ولایت ته رسېدلي دي.

Trending

Exit mobile version