سیمه ییز خبرونه

د نفتي توكو د قاچاق د مخنيوي په موخه د سرحدي پوليسو همكارۍ ته اړتيا ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ماليې وزارت وايي، هېواد ته د غيرقانوني توكو او په ځانگړي توگه نفتي توكو واردول گمركي عوايدو ته زيان رسوي.

د نفتي موادو او اوبلنو گازو رياست او د استندارد ملي اداري هېواد ته د نفتي توكو د صادراتو د شفافيت لپاره د هېواد په بندرونو كې مجهز لابراتوارونه لگولي؛ خو تر اوسه هم د هېواد په بازارونو كې د بې كيفيته نفتي توكو شتون د چاپېريال لپاره لويه ستونزه ده.

د ماليي وزارت وياند عبدالقادر گيلاني وايي، چې د هېواد له يوولس بندرونو څخه يوازې شپږ بندرونو ته په قانوني ډول نفتي توكي وارديږي، او له كنتروله پرته د پېنځه زره پنځه سوه كيلو متره بندر شتون د هېواد په بازارونو كې د بې كيفيته موادو د زياتوالي لامل گڼل كيږي.

د سوداگرۍ او صنايعو وزارت وياند وايي، چې هېواد ته بې كيفيته نفتي توكو له واردولو څخه د مخنوي لپاره بايد دولتي بنسټونه پوره همغږي ولري.

دا په داسې حال كې ده، چې د نفتي توكو رييس دوه ورځې وړاندې هېواد ته د اتيا سلنې بې كيفيته موادو وارديدو په باب اندېښنه ښودلې وه .

Trending

Exit mobile version