تازه خبرونه

د نفتي توکو تصدۍ له دوه کلونو را هیسې مالیه نه ده ورکړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

دمالیې وزارت د مسوولینو په وینا؛ د نفتي توکو تصدۍ ته اجازه ورکړشوې، چې له خپلو عوایدو د نفتي توکو د ذخایرو په جوړښت کې گټه واخلي.

دوي وایي، مالیه؛ ځکه نه ورکول کیږي، چې دغه بنسټ ته د ظرفیتونو د لوړولو لپاره اجازه ورکړ شوې، چې خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې او په مارکیت کې د سالم رقابت لپاره جوگه شي.

عبدالقادر جیلاني د ماليي وزارت ویاند وایي:

دوه کاله کیږی مونږه ته يي مالیه نه ده راکړی؛ مونږه يي هم نه غواړو، چې دغه تصدې خپل ظرفیتونه لوړ کړي او خلکو ته ښه خد متونه وړاندې کړی. ټاکل شوې وه، چي مونږه دوې ته ۴۵ میلیون دالر ورکړو، چې نه مو درلودي؛ نو، څکه مو دوی ته دا چانس ورکړ، چې دوی له خپلو عوایدو کار واخلي.

د سوداگرۍ او صنایعو وزارت دا خبرې ردوي او وایي:

د نفتي توکو تصدۍ هر کال د مالیې وزارت ته د شاوخوا سل ملیون افغانیو په کچه مالیه ورکوي او د دې تر څنگ یې د ۱۶۸۰۰ ټنه نفتو د ذخیرې لپاره د هېواد په کچه ذخایر جوړ کړي دي.

مسافر قوقندي د سوداگرۍ او صنایعو وزارت ویاند وایي:

دولسمشر د فرمان له مخي باید دنفتی توکوتصدي خپل عواید د زخایرو په جوړښت کې ولگوي؛ خو له دې ټولو سره بیا هم د نفتی توکو تصدې خپله مالیه ورکړېده.

د مالیې وزارت باوري دی، چې دولتي تصدۍ د اقتصاد په وده کې زیات رول لري، له همدې کبله د دوي په وینا؛ دولت هڅه کوي، چې د تصدیو ظرفیتونه لوړ کړي، چې په راتلونکي کې له تصدیو زیات عواید تر لاسه کړي.

خبریال: اسلم حجاب.

Trending

Exit mobile version