تازه خبرونه

د نفتي توکو تصدۍ له دوو کلونو را هیسې خپل عواید نه دي ورکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مالیې وزارت وایي، د نفتي توکو تصدۍ ورته له دوو کلونو را هیسې خپل عواید نه دي ورکړي.

د دغه وزارت د مسولینو په وینا، دغه بنسټ ته اجازه ورکړل شوې څو له خپلو عوایدو د نفتي توکو د ذخایرو په جوړښت کې ګټه واخلي.

خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت بیا دا څرګندونې ردوي او وایي، سره له دې چې د نفتي توکو تصدۍ له خپلو عوایدو څخه خپلې اړتیاوي پوره کوي؛ هر کال د ماليي وزارت ته خپله ټاکل شوې مالیه هم په وخت سپاري.

د مالیې وزارت وایي، مالیه ځکه نه ورکول کیږي چې دغه بنسټ ته د ظرفیتونو د لوړولو لپاره اجازه ورکړل شوې څو خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې او مارکیټ کې د سالم رقابت لپاره جوګه شي.

د ماليي وزارت ویاند عبدالقادر جیلاني:

دوه کاله کیږی چي موږ ته يي مالیه نه دې راکړی. مونږه يي هم غواړو تر څو دغه تصدي خپل ظرفیتونه لوړ کړي او خلکو ته ښه خد متونه وړاندې کړی. ټاکل شوې وه چي موږ دوی ته ۴۵ میلون ډالر ورکړو؛ خو نه مو درلودي، نو ځکه مو دوی ته دا چانس ورکړ تر څو دوی له خپلو عوایدو څخه کار واخلي.

خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت دا خبرې ردوي او وایي، د نفتي توکو تصدۍ هر کال د مالیې وزارت ته د شاوخوا سل ملیون افغانیو په اندازه مالیه ورکوي او د دې تر څنګ یې د ۱۶۸۰۰ ټنه نفتو د ذخیرې لپاره د هېواد په کچه ذخایر جوړ کړي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي:

دولسمشر د فرمان له مخي باید دنفتي توکو تصدي خپل عوایدو څخه د ذخایرو په جوړښت کې مصرف کړی؛ خو له دې ټولو سره بیا هم د نفتي توکو تصدي خپله مالیه هم ورکړې ده.

د مالیې وزارت باوري دی چې دولتي تصدۍ د اقتصاد په وده کې زیات رول لري، له همدې امله ددوي په وینا، دولت هڅه کوي چې د تصدیو ظرفیتونه لوړ کړي، څو په راتلونکي کې له تصدیو زیات عواید تر لاسه کړي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version