سوداگري
د نفتي موادو پر تصفيې پانګونه بايد د خلكو ګټو ته په پام وي نه د پانګوالو د ګټې پر بنسټ
يو شمېر اقتصادي كارپوهان وايي، په اوسنيو شرايطو كې، چې د افغانستان اقتصادي حالت د خرابه كېدو شونتيا شته، د دې هېواد د ماتېدونكي اقتصاد لپاره منځنۍ او وړې پانګونې ډېرې ګټورې دي.
دوي وايي، كه په افغانستان كې پانګونې تر ډېره د ځمكو لاندې سرچينو باندې متمركزې وي، د دولت پر وړاندې د خلكو باور زياتوي.
تر اوسه افغانستان د نفتي موادو د چان د دوو دستګاو خاوند دى، چې د خصوصې برخې له خوا جوړې شوي دي.
ويل كېږي دا دستګاوې سون توكو ته د هېواد د اړتياو په پرتله ډېرې كمې دي.
د شمېرو له مخې، افغانستان هر كال د درې ميليارد ډالرو په ارزښت نفتي مواد واردوي.
ځينې اقتصادي كارپوهان باوري دي، چې په كور دننه د تيلو د تصفيې پر كارخانو پانګونې كولاى شي له هېواده بهر ته د پيسو د لېږد مخه ونيسي.
د اقتصادي چارو كارپوه سيد مسعود وايي، چې د نفتي موادو پر تصفيې پانګونه بايد د خلكو ګټو ته په پام وي نه د پانګوالو د ګټې پر بنسټ.
دا په داسې حال كې ده، چې تېره اوونۍ يوه كورني پانګوال د تيلو د تصفيې پر يوې بلې دستګاه پانګونه وكړه.
دا دستګاه، چې په ورځ كې د زر ټنه نفتو د تصفيې وړتيا لري، پرې څه باندې دېرش ميليونه ډالر لګېدلي، چې په حېرتان كې يي كار پېل كړ.