سیمه ییز خبرونه

د نفوس د ثبت د قانون په تصويب شوي قانون كې هېڅ لاسوهنه نده شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسي جرګې هغه پلاوى، چې د نفوس د ثبت د قانون په تصويب شوي قانون كې د لاسوهنې د څېړنې په موخه ګومارل شوى و وايي، چې په دې قانون كې هېڅ لاسوهنه نه ده شوې او په الكترونيكي تذكرو كې يوازې د تخلص او دين كلمو موجوديت تصويب شوى دى.

دا پلاوى وايي، د ارشيف له كتلو وروسته په ډاګه شوه چې د افغان كلمه نه ده تصويب شوى.

له هغه وروسته، چي د ولسي جرګي په اداري پلاوى تور پورې شو، چي د نفوسو د احوال د ثبت په تصويب شوې قانون كې يې لاسوهنه كړې او د افغان تصويب شوي كلمه يي ترې لرې كړې ولسي جرګې يوه پلاوي ته دنده وسپارله، چې دا موضوع وڅېړي.

ولسي جرګې ګومارل شوى پلاوى وايي، ارشيف ته په مراجعې سره روښانه شوه، چي په دې قانون كې هېڅ راز لاس وهنه نده شوې او په الكترونيكي تذكرو كي د افغان كلمه نده تصويب شوې.

دوى همدارنګه وايي، چي د ولسي جرګې په غونډه كې د تخلص، دين او قوم د ځاى پرځاى كولو په اړه د استازو رايې اخيستل شوې، خو يوازي ولسي جرګي د تخلص او دين كلمه تصويب او د قوم كلمه نده تصويب شوې.

په همدې وخت كې د ولسي جرګې غړي نعيم لالى حميدزي او وږمه صافي پر ملي وحدت په ټينګار سره وايي، هغه څوك چي دغه مسايلو ته لمن وهي د ملت پر وړاندي مسئول او خيانت كار دي.

دوى همدارنګه وايي، قومي او ژبنيو مسايلو ته ډېره د پاكستان او ايران له خوا لمن وهل كېږي، چي غواړي د خپلو ګټو په موخه د افغانانو تر منځ ستونزې جوړې كړي.

دا په داسي حال كي ده، چې د الكترونيكي تذكرو د جوړښت په اړه تراوسه هم د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي اختلاف لري.

د مشرانو جرګې چارواكي وايي، چې په دغه قانون د ولسي جرګې او مشرانو جرګې يو ګډ كميسيون كاركوي ترڅو نهايي شي.

Trending

Exit mobile version