سیمه ییز خبرونه

د ننګرهار د یو شمېر ولسوالیو امنیتی حالت د اندېښنې وړ دی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، دمګړۍ د دغه ولایت د یوشمېر ولسوالیو امنیتي حالت د سختې اندېښنې وړدی. د امنیه قومندان وايي، دغه ولایت ته د پاکستان له لوری په وسلوسمبال وسله وال راستول کېږي اوغواړي، چې له دغه ځای څخه د افغانستان نورې سیمې هم ناامنه کړي.

د ننګرهار د امنیې قومندان فضل احمد شېرزاد وايي:

د مګړۍ د دغې ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې امنیتي حالت خورا ترېنګلی دی.

نوموړی همدارنګه وايي، دغه ولایت ته ګڼ شمېر وسله وال د ګاونډي هېواد پاکستان څخه راستول کېږي.

دی زیاتوي، چې پاکستان په قبایلي سیمو کې وسله وال روزي او په وسلو سمبال یې د ننګرهار او نورو ولایتونو د امنیت د خرابوالي لپاره راستوي.

نوموړي د یوې غونډې پرمهال له قومي مشرانو وغوښتل، چې د امنیت په ښوالي او د پردیو د راتګ او ورانکارو کړنو په مخنیوي کې له سرتېرو سره مرسته وکړي.

د امنیې قومندان وویل، د ننګرهار د حالاتو د ښه کېدو لپاره یې یو شمېر پلانونه ترلاس لاندې نیولي او که ولس ورسره همکاري وکړي نو ډېرژر به ننګرهار یو ځل بیا د امنو ولایتونو په کتار کې حساب شي.

د ننګرهار د امنیې قومندان تر دغو څرګندونو یوه ورځ وروسته د دغې ولایت د سولې د شورا او ملي امنیت د ادارې په هڅو یوولس تنه وسله وال له دولت سره یوځای شول او ټولو یې ویل، چې د پاکستان په مرسته یې د افغان دولت ضد ورنکاري فعالیتونه کول.

د ننګرهار د سولې د شورا مسئول ملک نظیر وايي:

دغو کسانو د ننګرهار په غني خیلو او اچین ولسوالیو کې د دولت ضد فعالیتونه ترسره کول.

نوموړی همدارنګه وايي، دغو وسله والو خپله اووه میله سپکه او درنه وسله او یوه اندازه چاودېدونکي توکي هم افغان دولت ته وسپارل.

د یو ځای شویو وسله والو د ډلې مشر ملا متوری اخوند وايي:

د تېرو پنځو کلونو راهیسې یې د پاکستان د دولت په مرسته د ننګرهار په یو شمېر سرحدي ولسوالیو کې د دولت ضد فعالیتونه کول.

دغه طالب قومندان زیاتوي، د پاکستان دولت د هر افغان سرتېري د وژلو پرسر دوه لکه پاکستانۍ کلدارې ورکولې. دی همدارنګه وايي، په پخپله خوښه له افغان دولت سره یوځای شوی دی.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا رسنیو ته په یوې استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې یوځای شوي کسان وسله وال طالبان نه دي او دا د دولت یوه جعلي ډرامه ده.

بلخوا د ننګرهار چارواکي وايي، چې د سولې د شورا د جوړېدو له پیل څخه تر اوسه په دغه ولایت کې ټول ټال ۲۱۲ وسله وال طالبان له دولت سره یوځای شوي، خو وسله وال طالبان وايي، چې تراوسه یو کس هم د دوی له دولت سره نه دی یوځای شوی.

یاده دې وي، چې افغان دولت ډېر کله پر پاکستان تور لګوي، چې پخپله خاوره کې د افغان دولت د ځپلو لپاره وسله وال روزي او افغانستان ته یې د ورنکارو کړنولپاره را استوي خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

Trending

Exit mobile version