تازه خبرونه
د ننګرهار وضعیت به ډېر ژر بدل شي- افغان حکومت
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست په ډاګه کړې،چې د ننګرهار وضعیت به ډېر ژر بدل شي.
اجرائیه ریاست په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکترعبدالله عبدالله دغه څرګندونې په سپیدارماڼۍ کې د شینوارو له یوشمېر قومي مشرانو سره په لیدنه کې ښکاره کړي دي.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي عبدالله له قوله ویل شوي، چې د ننګرهار وضعیت له نېږدې څاري.
ده ویلي؛ د ننګرهار ستونزې او ناامني جدي دي، چې حکومت یې د حل له پاره لازم تدابیر نیولي او هیله ده ؛ ژر د ننګرهار په وضعیت کې بدلون راشي.
اجرائیه رییس ویلي؛ ننګرهار د هېواد د ختیځې دروازې په توګه هغه ولایت دی، چې ناامني یې پر ټول هېواد اغېزکولی شي او حکومت په دې ولایت کې د امنیت تامین لومړیتوب بولي.