تازه خبرونه
د ننګرهار ولایت د عبدالحق مېنې په اړوند سیمه کې چاودنه شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د عبدالحق مېنې په اړوند سیمه کې پر یو رنجر موتر چاودنه رامنځته شوې ده.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي په وینا؛ په رنجر موتر کې دوه پولیس ټپیان شوي دي.
یوې سرچینې، چې ونه غوښتل نوم یې یاد شي آریانا نیوز ته ویلي؛ د چاودنې پر مهال د دې ولایت د کوټ ولسوالۍ د پاڅونوالو قومندان حاجي حیات خان هم له سیمې تېریدو.
د دوی په وینا؛ تر دې دمه روښانه شوې نه ده، چې موخه یې حیات خان و او که پولیس.
دا هم نه ده څرګنده شوې، چې چاودنه د سرک غاړې له ماینه وه او که په رنجر موتر کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکي وه.