تازه خبرونه
د ننګرهار ولایت په ښیوه ولسوالۍ کې ۵ کسه بهرنیان نیول شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ننګرهار ولایت چارواکي او سیمه ییز اوسیدونکي وایي؛ د ملي امنییت چارواکو په ښیوه ولسوالۍ کې ۵ تنه ، چې په غالب ګومان روسان دي نیولي.
یو امنیتی چارواکی، چې نه غواړي نوم یې یاد شي په یاده ولسوالۍ کې د پېنځه کسو نیول منلي؛ خو وایي، دوه یې نرینه او درې یې ښځینه بهرنیان دي.
سرچینې په ډاګه کړې؛ دغه کسان روسي خبرې کوي، چې د پلټنې پر مهال په یو کور کې نیول شوي دي.
چارواکو له بشپړو څرګندونو ډډه کړې.
د ښیوې ولسوال سید ابرار دغه خبر تائید کړی؛ خو څرګندوي، چې په دې اړه بشپړې څرګندونې نه لري.