تازه خبرونه

د ننګرهار پر محبس برید د بریدکوونکیو پر وژل کیدو پای ته رسیدلی

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۳, ۱۳۹۹)

امنیتي ځواکونو د ننګرهار په مرکزي زندان کې د څه نا څه ۲۰ ګړیو جګړه د جنګیالیو پر وژل کیدو پای ته رسولې او وضعیت یې تر خپلې څارنې لاندې راوستی؛ خو د ښار اړوند سیمې اوس هم د خلکو د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.  

په ننګرهار ښار کې پلورنځي تړل شوي او د دوشنبې پر ورځ هم خلکو ته ویل شوي وه، چې په کورونو کې پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد د دفاع وزارت لوی درستیز یاسین ضیا جلال آباد ښار ته رسیدلی، چې د بریدګرو پر ضد دعملیاتو مشري تر سره کړي.

نن له غرمې وروسته دغه زندان افغان ځواکونو ونیوه، چې په کې لږ تر لږه ۵ بریدګر وژل شوي دي.

امنیتي چارواکو ویلي، چې محبس ته مخامخ ودانۍ هم اوس له بریدکوونکیو پاکه شوې ده.

داعش جنګیالیو تېره ورځ ماښام مهال د محبس پر ور موتربم برید ترسره کړ؛ د ودانۍ انګړ ته وردننه شول او څه نا څه ۲۰ ساعته یې له افغان ځواکونو سره جګړه وکړه.

ویل کیږي، چې د جګړې د پیل پر مهال ۱۷۰۰ بندیان په زندان کې دننه ول، چې یو شمېر یې د داعش غړي وه.

د جګړې په بهیر کې سلګونه بندیان بریالي شول، چې وتښتي؛ خو امنیتي ځواکونو یو شمېر بېرته ونیول.

یو شمېر نیول شویو بندیانو آریانا نیوز ته ویلي؛ ۶ بریدګر زندان ته رادننه شول او دوی ته یې د وتلو سپارښتنه وکړه.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ بندیانو ته وویل شول که ونه وځي، نو وبه وژل شي.

یوی امنیتي سرچینې ویلي، چې تښتیدلي بندیان طالبان،  داعشیان او مجرمان ول.

د ننګرهار والي ویاند عطا الله خوږیاڼي ویلي؛، چې په دې پېښه کې ۳۰ کسان وژل شوی او ۵۰ نور ټپیان دي.

خوږیاڼي زیاته کړې؛ په دې دله ییز برید کې امنیتي ځواکونو، بندیانو او عامو وګړیو ته ځاني زیان اوښتی دی.

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل آریانا نیوز ته ویلي، چې د ۱۳ ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

د داعش دغه ډله ییز برید یوه ورځ وروسته له هغې رامنځته شو، چې د افغانستان ملي امنیت ریاست ځواکونو جلال آباد ښار ته نږدې د دغو جنګیالیو یو استخباراتي مشر اسدالله اورکزی په یو لړ عملیاتو کې وواژه.  

Trending

Exit mobile version