تازه خبرونه

د ننګرهار پر محبس د موتربم بریدګر هندي داکتر و

Published

on

هندي چارواکو ویلي؛ د یکشنبې پر ورځ د ننګرهار ولایت پر مرکزي محبس د موتربم برید پر ترسره کولو درې هندیان تورن پېژندل شوي، چې یو یې داکتر و.

هندي رسنیو د هندي استخباراتو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې دغه داکتر د ننګرهار زندان ته د ننوتلو پرمهال له چاودیدونکیو توکو ډک موتر ته چاودنه ورکړې ده.

هندوستان تایمز څرګنده کړې، چې داکتر ایجاس کلوکیتیا پوراییل د داعش ډلې یوغړی و، چې د هند د ملي تحقیقاتو ادارې (این آی ای) تر څارنې لاندې هم و.

پوراییل له هغې وروسته په برید کې د لاس لرونکي په توګه وپیژندل شو، چې داعش د ننګرهار پر زندان د ۱۱ بریدګرو انځورونه خپاره کړل.

د راپورونو له مخې؛ پوراییل په برید کوونکیو کې یوازنی هندي تبعه دی، چې مخ یې د داعش لخوا په خپرو شویو انځورونو کې پېژندل کیږي. دوه نور هندي اتباع ماسکونه لري.

د هند ملي څېړنو ادارې پوراییل یو تښتیدونکی تر څارنې لاندې نومولی دی.

پوراییل په ۲۰۱۶ کال کې د جنايي دسیسو، ناقانونه هڅو او د داعش د غړیتوب او ملاتړ په تور تر څارنې لاندې و.

اغلې رفیله پوراییل هم په ۲۰۱۶ کال کې له خپل کوچني ماشوم سره د داعش غړې شوه او هند یې د ننګرار په نیت پریښود.

ویل کیږي، چې میرمن رفیله اوس مهال د خپل پېنځه کلن زوی او یو ماشوم سره د کابل په محبس کې ده.

هندوستان تایمز راپور ورکوي، چې میرمن رافیله د تېر کال په نومبر کې له ۲۴ نورو هنديانو سره نیول شوې ده.

د ننګرهار محبس له خونړي برید وروسته داعش په ډاګه کړه؛ دغه برید ۱۱ کسانو تر سره کړ، چې په کې څلور تاجکان، درې هنديان، درې افغانان او یو پاکستاني ونډه لرله.

دغه برید د یکشنبې پر ماښام د ننګرهار محبس په دروازه کې د یو موتربم پر چاودنه پیل او ۱۸ ګړۍ روان پاتې شو، په کې د برید کوونکیو په ګډون ۴۱ کسان ووژل شول او د ولسي جرګې د یوه غړي د څرګندونو له مخې ۸۰۰ بندیان ترې په تېښته بریالي ووتل.

د ولسي جرګې غړي عبدالکریم کریمي د څرګندونو له مخې: د برید پرمهال په زندان کې ۱۷۰۰ بندیان ول، چې ټولو د تېښتې هڅه کړې وه. ۵۰۰ بندیان په زندان کې پاتې دي، ۸۰۰ نور د طالب، داعش او مجرمینو په ګډون تښتیدلي او پاتې نور نیول شوي دي.

Trending

Exit mobile version