تازه خبرونه
د ننګرهار پر محبس ډله ییز وسلوال برید مرګ و ژوبله رامنځته کړې
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، چې د نن شپې د زندان په برید کې دوه تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.
د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د څلورمې امنیتي حوزې یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو پر شرط آریانانیوز ته ویلي، چې بریدګرو لومړی د زندان مخې ته موتربم برید چاودنه کړې او وروسته څو بریدګر زندان ته د ننه شول او نښته را منځته شوه.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل ویلي، چې تر دې دمه د پېښې له ځای څخه د جلال آباد حوزوي روغتون ته له شپاړس ډېر ټپیان او یو مړی رالیږدول شوي؛ خو د ځینو پپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
د پېښې لیدونکیو څرګنده کړې؛ د زندان مخې ته د پولیسو له یوه ټانک سره د یو تن موتر ټکر شو، چې دستي درز پورته شو.
دغه راز همهاله د ننګرهار پر هوايي ډګر توغندي لګیدلي او په شاوخوا کې د ډزو غږونه هم اوریدل کیږي.
امنیتي مسوولین پر هوايي ډګر توغندي او پر زندان ډله ییز وسلوال برید تائيدوي؛ خو نور معلومات نه ورکوي.
د چارواکو دا هم ویلي، چې د برید پرمهال ۵۰ ډېر بندیان تښتیدلي؛ خو ځینې بېرته نیول شوي دي .
داعش د ننګرهار ولایت پر محبس د ډله ییز برید پړه پر غاړه واخیسته .
د ننګرهار محبس د جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې موقعیت لري.
