سیمه ییز خبرونه
د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې یو ويشت وسله وال ووژل شول
د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملياتو كې يوويشت وسله وال وژل شوي دي. چارواکي وايي، په دغوعملیاتو کې دغه راز پنځه وسله وال ټپيان اوولس نور ژوندي نیول شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاعبدالزی وايي:
د دوشنبې د شپې په وروستیو کې افغان ځانګړو امنیتي ځواکونو د ایساف په مرسته د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ په چهاردهي اوځینو نورو سمیو کې دوسله والو طالبانو د ځپلو په موخه یو لړعملیات پېل کړل.
نوموړی زیاتوي، دغه عملیات، چې د دوشنبې د ورځې ( د و ري ۲۶ ) تر ناوخته پورې یې دوام وکړ په ترڅ کې یې د فاروقي په نوم د یو مهم طالب قومندان په ګډون تر ۲۱ ډېر وسله وال طالبان وژل شوي، پنځه ټپیان اوولس نور له ۱۵میله پيکا،۴۰میله کلاشنکوفونو او یوه اندازه چاودېدونکو توکیو سره ژوندي نیول شوي دي.
عبدالزی همدارنګه وايي، د عملیاتو پر مهال نښته هم شوې، چې له امله یې یو افغان سرتېری ټپي شوی او ملکي خلکوته کوم زیان ندی اوښتی.
بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په دغوعملیاتو کې خپل لوري ته یوازې د پنځو ملګرو وژل کېدل مني اوګډو ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
نوموړی وايي، په عملیاتو کې پاته وژل شوي کسان ملکي وګړي دي،خو چارواکي دا ادعاوې بې بنسټه بولي.
د سیمې ځايي استوګن دغلته د عملیاتو او پکې د یوشمېر وسله والو طالبانو د وژل کېدو پخلی کوي، خو وايي تراوسه د ملکی خلکو د مر ګ ژوبلې په اړه خبرنه دي.