تازه خبرونه
د ننګرهار په حصارک کې ۶ پولیسو ځان وژنه کړې او۷ نور نیول شوي
حصارک د تېرې یوې اوونۍ راهیسې د وسلوالو طالبانو له خوا ترسختې محاصرې لاندې دی. د ننګرهار ولایتي شورا رییس وايي، په حصارک ولسوالۍ کې ۶ پولیسو ځان وژنه کړې او اووه وسلوالو طالبانو ژوندي نیولي.
د نوموړي په وینا؛ دلته شپږ سرتېرو د امکاناتو د نشتوالي پرلامل ځان وژنه کړې ده.
د ننګرهار د ولایتي شورا ریس احمد علي زیاتوي، حکومت یادې ولسوالۍ ته د ډاډ وړ لاسرسی نه لري او که حالت همداسې دوام وکړي ډېر ژر به دغه ولسوالي د وسلوالو طالبانو لاس ته پریوځي.
احمد علي په ډاګه کړې، چې په حصارک کې د ۱۵۰ سرتېرو له ډلې یوازې شپيته یې ژوندي او پاتې نور یې نادرکه دي.
د ننګرهاروالي ویاند عطاالله خوږیاڼی تائیدوي، چې له یوې اوونۍ راهیسې په حصارک کې سختې نښتې روانې دي؛ خو وايي افغان ځانګړي ځواکونه او چورلکې په سیمه کې د میشتو سرتېرو مرستې ته ورغلې او په حصارک کې یې له دوه سوه ډېر وسلوال، چې مهم طالب قومندانان هم په کې دي وژلي دي.
حصارک د ننګرهار یوه لیرې پرته سرحدي ولسوالي ده، چې ډېرکله ترې د مرګ و ژوبلې خبرونه ترلاسه کیږي. دغه ولسوالي له لوګر او کابل سره ګډه پوله لري او د وسلوالو مخالیفنو د تګ راتګ لپاره ډېره ګټوره ده. همدا لامل دی، چې وسلوال طالبان د یادې ولسوالۍ د نیولو هڅه کوي.
هغو سرتېرو، چې ځان وژنه کړې نه یې غوښتل ژوندي د طالبانو لاس ته ورشي.
خبریال: رحمت الله زیارمل.