پرمختګ او بشپړتیا

د ننګرهار په روداتو کې د ۵۰ بستریز روغتون جوړولو چارې پيل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د درې څلویښت میلیون افغانیو پر لګښت د پنځوس بستریز روغتون د جوړولو چارې پيل شوې.

ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، چې د روداتو، هسکې مېنې او کوټ ولسوالیو اوسیدونکیو درملنه به په کې کیږي.  

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس داکترنجیب الله کاموال وايي، د دې روغتون پر جوړولو دري څلوېښت میلیون افغانۍ لګښت کیږي، چې د حکومت له بودجی ورکول کیږي.

هغه زیاتوي؛ دا روغتون په لس جریبه ځمکه کې د یوه کال په موده کې جوړیږي چې، دوه ودانۍ او د ټولو ناروغیو د درملني څانګې او اړوند طبي امکانات به ولري.

ځايي اوسیدونکي د حکومت پردې اقدام خوښ دي او وايي؛ د روغتیا په برخه کې له ګڼو ستونزوسره مخ وو، چې د دې روغتون پرجوړیدو به یې دا ستونزې حل شي.  

تمه ده، چې په نږدې راتلوونکي کې به د یوه ورته روغتون د جوړولو چارې په شېرزاد ولسوالۍ کې هم پيل شي.

د ولسوالیو په مرکزي برخو کې د دا ډول روغتونو په جوړولو له یوې خوا پر مرکز فشار راکمیږي او له بلې خوا خلکو ته ښې آسانتیاوې برابريږي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version