تازه خبرونه

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د بټیو لوګي د ناروغیو لامل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د استوګنې په سیمو کې دوه اویا د پخو خښتو بټۍ موجودې دي، چې  لوګیو یې خلکو ته ګڼې ناروغۍ پیدا کړې دي.

د سره رود اوسیدونکی هدایت الله وايي، د خښتو په بټیو کې ربړونه او نور داسې توکي سوځول کیږي، چې لوګیو یې د ماشومانو او کورنیو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

د ننګرهارد سره رود ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي وايي په بټيو کې ربړونه او نورغوړین مواد سوځول کیږي چې لوګیو یې دوی ته سختې ناروغۍ پيدا کړي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس د خلکو شکایت پرځای بولي او وايي، په ښارکې د ریکشو او په سره ردود کې د بټیو لوګیو د ناروغیو کچه لوړه کړې.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس  داکتر نجیب الله کامه وال زیاتوي، پنځوس سلنه ناروغان د همدې دوه سیمو او پاتې یې د ټول ننګرهار اوسیدونکي دي.

د ننګرهارد چاپېریال ساتنې رییس فضل ربي  همیم وايي، د سره رود د بټیو لوګي د ننګرهارد چاپېریال لپاره یو بحران دی.

د هغه په وینا؛ د مخنیوي لپاره یې څوځله له امنیتي ادارو مرسته غوښتل شوې؛ خو ورسره همکارې نه کیږي.

د سره ردو ولسوال سید اکبر سادات هم دا ستونزه مني او وايي، له دې وروسته به یې د حل لپاره  اقدامات وکړي.

د ننګرهار د روغتیا ادارې د څرګندونو له مخې؛ د تېرو لس میاشتو په موده کې د شاوخوا دوه نیم میلیون ناروغانو درملنه شوې، چې د نیمو د ناروغه کیدو لامل د هوا ککړتیا او د پاکۍ خیال نه ساتل دي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version