تازه خبرونه
د ننګرهار په عملیاتو کې د داعش ۳۰۰ جنګیالي وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په ننګرهار کې د افغان او ائتلاف ځواکونو په ګډو عملیاتو کې شاوخوا درې سوه داعش جنګیالي وژل شوي دي.
په افغانستان کې د ناتو د پریکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نیکلسون، چې په هند کې دی وایي، په هغو عملیاتو کې، چې دوه اوونۍ مخکې د افغان او ائتلاف ځواکونو له خوا پیل شوي وه، د داعش نږدې درې سوه جنګیالي د هغوی د جګپوړیو قومندانانو په ګډون وژل شوي دي.
د امریکا د دغه څلور ستوریز جنرال په وینا؛ د وژل شویو داعشیانو دا برخه د ټولو جنګیدونکیو داعشیانو پېنځه ویشت سلنه جوړوي.
جنرال جان نیکلسون، چې په نوي ډیلي کې یې خبریالانو سره خبرې کولې وویل، دغه تلفات داعش ډلې ته د درندو تلفاتو ښودنه کوي.