تازه خبرونه

د ننګرهار په غني خېلو کې پر امنیتي پوستې ځانمرګی برید شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستې ځانمرګی برید شوی دی

د ننګرهار امنیه قومندان زړور زاهد وایي، چې ځانمرګی پلی روان و او روغتون ته څېرمه یې د پولیسو پوسته په نښه کړه.

د سرچینې په وینا؛ په برید کې یو سیمه ییز  پولیس وژل شوی او شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

درې ورځې وړاندې هم په نازیانو ولسوالۍ کې یوه موتر بم چاودنه لس تنه وژلي او له شل ډېر ټپیان شو دی.

Trending

Exit mobile version