تازه خبرونه

د ننګرهار په مرکز کې ماین چاودنې دوه پولیس وژلي

Published

on

د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې نن سهار د سړک غاړې ماین چاودنې دوه سیمه ییز پولیس وژلي دي.

د ننګرهار والي د رسنیو دفتر د پېښې پخلی کړی او څرګندوي؛ چاودنه د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې د ګرین مارکیټ په اړوند سیمه کې رامنځته شوې شوې، چې له کبله یې دوه سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

د یاد دفتر د خبر پاڼې له مخې؛ په پېښه کې درې نور سرتېري ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د برید موخه د دغه ولايت د چپرهار ولسوالۍ د سيمه یيزو  پوليسو موټر و.

دغه راز نن سهار په کابل کې یوې چاودنې یو امنیتی ساتونکی ټپي کړی دی.

د کابل پولیسو ويلي، چاودنه د کابل د اتمې حوزې اړوند په نوې کارته کې رامنځته شوې، چې موخه یې یو امنیتي موټر و.

تر دې دمه د دې پېیښو مسوولیت چا پر غاړه ندی اخیستی.

Trending

Exit mobile version