تازه خبرونه
د ننګرهار په مومندره کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسیدو مخکې وژل شوی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ملي اردو سرتېرو د ننګرهار په مومندره کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسیدو وړاندې وژل شوی.
د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دغه برید ګر غوښتل، چې له چاودیدونکیو توکو ډک خپل سراچه ډوله موترپه سیمه کې د ملي اردو د مسوولینو له موترو سره وجنګوي؛ خو موخې ته له رسیدو وړاندې د سرتېرو له خوا پېژندل شوی او ووژل شو.
هغه زیاتوي، د پېښې ځای ته نږدې د ملي اردو دوه تنه افسران هم ټپيان شوي؛ خو روغتیايي حالت یې ښه دی.