پرمختګ او بشپړتیا

د ننګرهار په هوایي ډګر کې افغان هوایی ځواک ته ۴ جنګي الوتکې وسپارل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار په هوايي ډګر کې امریکايي ځواکونو څلور جنګي الوتکې افغان هوايي ځواکونو ته وسپارلې.

د دې الوتکو د سپارلو په مراسمو کې د افغانستان د هوايي ځواکونو قومندان جنرال سليمان شاه وويل:دا دوهچورلکې اودوه جيت ته ورته الوتكې دي، چې د امريكا متحده ايالاتو له خوا افغان هوایي ځواک ته وسپارل شوې.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان زمان  وزيری وايي؛ د عملياتو پرمهال هوايي ځواک ته ډېره اړتیا لیدل کیږي او دغه الوتکې، چې اوس افغانستان ته ورکړشوې ډيرې ګټورې دي.

هغه زیاتوي، د دغو الوتكو له پاره پيلوتان هم روزل شوي دي.

افغان پيلوت همایون زرین وايي، د دغو الوتکو پیلوتانو په امريكا متحده ايالاتو كې اتلس مياشتې زدكړې كړي او دا الوتكې د افغانستان له پاره اغېزمنې دي.

د افغانستان د هوايي ځواكونو مسوولين وايي، افغان هوايي ځواك اوس له سل ډېرې جنګي او ترانسپورتي الوتكې لري.

چارواكي ويلي، چې په روانه میاشت کې به امریکا څلور نورې الوتکې هم افغان هوایي ځواک ته ورکړ شي او تر ۲۰۱۷ کال پورې به ټولې شل جنګي الوتکې د افغانستان هوايي ځواک ته وسپارل شي.

Trending

Exit mobile version