تازه خبرونه

د ننګرهار په پچیراګام کې د داعش او ځايي پاڅونوالو ترمنځ جګړه روانه ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار ولایت په پچیراګام کې د داعش او ځايي پاڅونوالو ترمنځ جګړه له درې ورځو را په ديخوا روانه ده.

د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد وايي، د ولسمشر او امنیت شورا په لارښوونه د پچیراګام د حالت د څېړلو او  د خلکو د ژغورنې په موخه  ننګرهار ته راغلی او د داعش د ځپلو لپاره یې پر نويو لارو چارو کار پيل کړى دى.

 د كورنيو چارو وزيروايي،افغان ځواکونه دمګړۍ نه یوازې له داعش او طالب سره، بلکې د نړۍ له ټولو ترهګرو ډلو سره جنګیږي.

د کورنیو چارو وزیرتاج محمد جاهد باوري دی، چې روانه جګړه به افغان ځواکونه ګټي.

د مشرانو جرګې رييس  فضل هادي مسلمیار وايي، په پچيراګام ولسوالۍ كې بېړني حالت ته اړتيا ده او كه جدي اقدام ونه شي؛ نو ستونزه به نوره هم پراخه شي.

د ننګرهارمرستیال والي محمد حنیف ګردیوال تائیدوي، چې په پچیراګام کې حالت خورا ترینګلی او داعش ولسي پاڅونوالو او ملکي خلکو ته دروند زیان اړولی دي.

ګردیوال زیاته کړې، چې د جګړې لپاره اضافي سرتېري د ولسوالۍ مرکز ته رسیدلي؛ خو جګړه روانه ده.

حکومتي او ملکي سرچینې وايي، په دې نښتو کې تر اوسه له څلویښت ډېر پاڅونوال او ملکي وګړي وژل شوي او همدومره ټپیان دي.

داعش له اتیاوو ډېر کورنه سوځولي او سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي.

سرچينې وايي، د شنبې په ورځ چورلكو پر ځايي پاڅونوالو برید کړی او پېنځه کسان یې وژلي دي.

Trending

Exit mobile version