تازه خبرونه

د ننګرهار پچیراګام له داعش پاک شو؛ خو۵۰ ملکي وګړي ووژل شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

له یوې نیمې میاشتې خونړیو نښتو وروسته افغان ګډو ځواکونو داعش په پچیراګام کې بېرته مات کړی دی.

  د ننګرهاروالي محمد ګلاب منګل  وايي، له داعش سره په نښتو کې سلګونه  داعش وسلوال وژل شوي او هغوی، چې ژوندي پاتې شوي؛ بېرته د هسکې مېنې ولسوالۍ مرکزونو ته تښتېدلي دي.

 د نوموړي په وینا؛ په دې نښتو کې پېنځه سرتېري او شاوخوا پنځوس ملکي وګړي هم وژل شوي .

 د پچیر اګام قومي مشرتور محمد وایي، داعش په پاس پچیر کې د ځايي اوسیدونکیو سلګونه کورنه، هټۍ او موترې سوځولي او د هغوی شته یې له ځان سره هسکې مینې ته وړي دي.

 د سیمې یو بل قومي مشر کریم خان وایي، خلک له حکومت څخه د پاکو شویو سیمو ساتنه، بیارغونه او د یرغمل شویو ۶۹ ځایي اوسیدونکیو  ژغورنه غواړي.

په سیمه کې د افغان ځواکونو د جګړې قومندان هم تائیدوي، چې داعش په سیمه کې هرڅه له خاورو سره خاورې کړي دي.

 امنیتی چارواکي وايي، په پاکو شویو سیمو کې پوستې جوړوي.

 د ملي اردو د څلورمې لیوا ریس ارکان محمد جان وايي که لوړ پوړي چارواکي اجازه ورکړي، چمتو دی، چې په هسکه مینه کې هم داعش وځپي.

 شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د داعش جنګیالو د هسکې مېنې له لوري پر پاس پچیر برید وکړ او له ځايي پاڅونوالو سره له دوه ورځنیو خونړیو نښتو وروسته یې ونیوه. پر همدې لامل له پچیراګام څه نا څه پېنځه زره کورنۍ بې ځایه شوې او د سلګونه کورنیو هر څه داعش لوټ کړل.

 دوه ورځې کیږي، چې پچیراګام له داعش پاک شوی؛ خو حالات عادي کیدل به په کې میاشتې ونیسي؛ ځکه اوس هم ګڼې کورنۍ له پچیره په تېښته کې دي او داعش وسلوالو د شاته تګ پرمهال نهه شيته ملکي وګړي له ځان سره هسکې مینې ولسوالۍ ته یرغمل بیولي دي.

 خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version