تازه خبرونه

د ننګرهار ګمرک پېنځه کارکوونکي د فساد پر تور نيول شوي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۳۰, ۱۳۹۹)

د ننګرهار امنيه قومندان غلام سنايي ستانکزي څرګنده کړې، چې تېره شپه دولس بجې د کورنيو چارو وزارت د درندو جرمنو پر ضد د مبارزې ادارې منسوبينو د ننګرهار ګمرک پېنځه کارکوونکي د فساد پر تور نيولي.

نوموړي زیاته کړې؛ نيول شوي کسان هريو نقيب الله، محمد ايوب، سيد طاهر، سيد فاروق او سخى داد  نومیږي، چې دمګړۍ د ننګرهار په امنيه قومندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت هم د ګمرک ۲۰ کارکوونکي د فساد پر تور نیول شوي دي.

Trending

Exit mobile version