تازه خبرونه
د ننګرهار له زندانه انسان تښتونکی ریاض پر تېښته بریالی شوی
د ننګرهار له زندان څخه په ۱۶ کاله بند محکوم د انسان تښتوونکیو د ډلې مشر ریاض نومی پر تېښته بریالی شوی دی.
د تېرې شنبې پر ورځ د ننګرهار له زندان څخه د ریاض په نوم د انسان تښتوونکو د ډلې دا مهم مشر تښتېدلی.
د انسان تښتوونکیو د ډلې مشر ریاض له ۹ نورو ملګرو سره موده مخکې د افغان سرتېرو لخوا د انسان تښتوونې په تور نیول شوی و.
د ننګرهار د استناف محکمې رييس قضاوتیار عبدالوالي قاضي زاده وایي، چې ریاض له بشپړو څېړنو وروسته د روانې میاشتې پر شپږمه، دوه یمې محکمې پر شپاړس کاله بند محکوم کړی و.
د ریاض ۴ نور ملګري هم پر شپاړس– شپاړس کاله بند محکوم شوي دي.
دغې نهه کسیزې ډلې موده مخکې مدثر نومی یو ماشوم تښتولی و او د بېرته خوشې کیدو په بدل کې یې د ماشوم له پلار څخه ۲۵ زره امریکايي دالر اخیستي وه.
د ژغورل شوي ماشوم پلار د محاکمې پر ورځ ویلي وه، چې ټولې پیسې ترې ریاض اخیستې وې.
د ریاض او د هغه د تورونو ملګرو محاکمه د روانې میاشتې پر شپږمه د ننګرهار په استناف محکمه کې په ښکاره تر سره شوې ریاض او د هغه درې نورو ملګرو د محکمې په تالار کې ومنله، چې انسان تښتونه یې کوله.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، چې د محکمې له حکم وروسته ریاض د بند د مودې د بشپړولو لپاره د ننګرهار زندان ته استول شوی و؛ خو د تېرې شنبې پر ورځ ریاض له زندان څخه پر تېښته بریالی شوی دی.
د ننګرهار د زندان مدیر د ریاض تېښته تائيدوي؛ خو په دې اړه ډېر څه نه وايي.
د ننګرهار د استناف محکمې او استناف څارنوالۍ تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
ولایتي مسوولین وايي، د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي؛ خو تراوسه په دې قضیه کې کوم مسوول کس تر پوښتنو لاندې ندی نیول شوی.
د یادونې ده، چې ریاض نومی انسان تښتونکی یوه اوونۍ وړاندې د ننګرهار استناف محکمې پر شپاړس کاله بند محکوم کړی و.
خبریال: رحمت الله زیارمل