جلال اباد @ps

د ننگرهارد شېرزاد ولسوالۍ ولسوال ووژل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ننگرهارد شېرزاد ولسوالۍ ولسوال اصيل احمد خوږياڼى د سړك غاړې په ماين چاودنه كې له خپلودرې ساتونكيوسره وژل شوى او يوساتونكى يې ټپي دي.

امنيتي مسوولين وايي پېښه هغه مهال رامنځته شوې كله، چې ولسوال له خپلوساتونكوسره پخپل موټركې د سه شنبې په ورځ(د وږي په ۱۵) د ولسوالۍ پر لوري روان و.

د پېښې مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخستى.

د ننگرهاروالي وياند احمد ضياء عبدالزى وايي:

د شېرزاد ولسوالۍ پر ولسوال اصيل احمد خوږياڼي دغه چاودنه د سه شنبې د ورځې په شا وخوا دولس نيمو بجو د ولسوالۍ په درې کيلو مترۍ کې رامنځته شوې ده.

نوموړى وايي:

د شېرزاد ولسوال اصيل احمد خوږياڼى پخپل موټر کې سپور و، چې د سړک غاړې ماين پرې د ريموټ کنټرول په وسيله وچاودېده.

عبدالزى وايي:

په دغه چاودنه کې ولسوال اصيل احمد خوږياڼى له خپلو درې ساتونکيو سره وژل شوى او يو تن  ساتونكى يې ټپي شوى دى.

نوموړى وايي:

پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړي، خو تردې مهاله يې له پېښې سره په تړاو كې څوك نه دي نيولي.

وسله والو طالبانوادعا كړې، چې:

په چاودنه كې د اصيل احمد خوږياڼي په گډون د هغه درې ساتونكي هم وژل شوي دي.

شېرزاد د ننگرهار د خوږياڼو له درې ولسواليو يوه هغه نارامه ولسوالي ده، چې ډېرې سيمې يې د وسله والو مخاليفينوپه ولكه كې دي، چې له همدې لامله ترې ډېر وخت د مرگ و ژوبلې رپوټونه ترلاسه كيږي.

د يادونې ده، چې د اصيل احمد خوږياڼي تروژل كيدو وړاندې د ننگرهارڅلورنورولسوالان، خورشيد خوږياڼيوال، محمد علي ډمبلي، نعيم جان او سيد پهلوان هم په ورته چاودنوكې وژل شوي دي او زلمى ډډك له يو ځانمرگي بريد ژوندى وتلى دى

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version