سیمه ییز خبرونه

د ننگرهارد عامې روغتيا داكتران د زورواکانو له وهلو اوگواښونو سره مخ دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ننگرهار د عامې روغتیا د روغتون داکتران وايي:

د ناروغانو د درملنې پر وخت د زورواکو او چارواکو له وهلو اوگواښلو سره مخ كيږو.

دوی خبرداری ورکوي، چې که د دې ستونزې مخه ونه نیول شي؛ نو روغتون به بند کړي.

هغه سړي، چې په روغتون كې يې د مور له مړينې وروسته داكتر وهلي و له داكترانو بښنه وغوښته.

د جلال باد د عامه روغتون ځينې داکتران وايي:

ډېرکله د ځینو ناروغانو د درملنې پروخت د هغوی د پيوزانو له ناوړه چلند سره مخ کیږي.

داکترانو دهمدې ستونزې د حل په موخه د یکشنبې په ورځ(د سلواغې۱۵) یوه غونډه جوړه کړې وه، چې په کې د عامه روغتون مشر داکترهمايون زهير وویل:

کله، چې کوم زورواکى یا چارواکى خپل اړوند ناروغ روغتون ته راوړي؛ نو پیوزان یې په نه خبره داکترا نو ته بد رد وايي.

نوموړي په ډاگه كړه، چې:

څو ورځې وړاندې  په روغتون کې يوې ناروغې د زړه د دريدو پر لامل ژوند له لاسه ورکړ، چې وروسته يې زوی د شفاخانې ځينې سامان الات مات کړل او له داکترا نو سره يې فزيکي شخړه رامنځته كړه.

د داخله څانگې داکتر فقير محمد شرف مل وايي:

د ځینو پيزوانو له خوا د داكترانو د وهلو او گواښلو يو لامل دادی، چې خلک ترې سل فيصده خدمات غواړي؛  خو له موږ سره نشته .

الله گل، چې د مور له ميړينې وروسته يې درې داکټرانو ته بدې ردې ويلي او فزيکي برخورد يې ورسره کړی له داكترانو د خپلې تېروتنې بښنه وغوښته او وايي، چې:

نور به په راتلونكي كې له داسې منفي كړنو څخه ځان ساتم.

دا لومړی ځل نه دی، چې د ننگرهار د عامې روغتيا روغتون داکتران گواښل کيږي، بلکې په لسگونه ځله د وسلوالو زورواکو له خوا وهل شوي او گواښل شوي، خو تر اوسه یې د مخنیوي لپاره هیڅ نه دي شوي.

Trending

Exit mobile version