تازه خبرونه

د ننگرهارعدلي او قضایي ادارې نیول شوي ورانکاري خوشې کوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ننگرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ د سیمه يیزو پولیسو مسوولین پرعدلي او قضایي ادارو تورلگوي، چې د دوی لخوا د جگړو او نورو عملیاتو پرمهال نیول شوي ورانکاري د پیسو په بدل کې خوشې کوي.

د ننگرهار د خوږیاڼو ولسوالي د تېرو یوولس کلونو راهیسې د سختو ناکرایو شاهده ده او د مگړۍ یې هم ډېرې سیمې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

افغان دولت په دې ولسوالۍ کې د امنیت د خوندیتوب لپاره د شاوخوا درې سوه سیمه يیزو پولیسو تشکیل منظورکړ.

که څه هم د خوږیاڼو اوسیدونکيو دغلته د سیمه يیزو پولیسو د رامنځته کیدو مخالفت وکړ او علت یې هم دا وښود، چې له دې ډلې څخه به په شخصي دښمنیو کې کار واخستل شي؛ خو دولت د خلکو له دې مخالفت سره سره دغلته سمیه يیز پولیس رامنځته کړل، چې د لنډې مودې په تېریدو د دولت د نه پاملرنې له كبله اوس بېرته د له منځه تلو په حال کې دي.

په دې ځاى كې  سیمه يیز پولیس وايي، چې د دوی له خوا په جگړو او عملیاتو کې نیول شوي کسان قضایه ادارې د پیسو په بدل کې بېرته خوشې کوي.

دوی په ډاگه كړه، چې دولت معاش کم او ناوخته ورکوي او پر دې سربېره د جگړې لپاره اړین تجهزات او ملاتړ هم نه لري، چې همدې کړنو اړکړي  دندې بېرته پریږدي.

په دې ولسوالې كې خلك له پراخې ناامنۍ اندېښمن شوي او پر دولت نیوکه کوي، چې نه یوازې دلته د امنیت د خوندیدتوب لپاره کار نه کوي، بلکې ځنې لوړ پوړي دولتي چارواکي د خوږیاڼو په ناکرایو کې لاس لري.

دوی په ډاگه كړه، چې د خراب امنیتي حالت له كبله ډېرخلک د خپلو کورونو پریښودلو ته اړشوي دي.

د ننگرهارامنیه قوماندان فضل احمد شېرزاد هم په دې ولسوالۍ کې امنیتي ستونزې او د سیمه يیزو پولیسو د معاش او تجهزاتو د لږوالي ستونزې مني؛ خو وايي د دې ستونزو د حل لپاره به جدي هڅې وکړي.

نوموړي وویل، دمگړۍ هم د سیمه يیزو پولیسو په تشکيل کې۸۰ تنه کم شوي، چې باید قومي مشران ورته د امنیت د خوندیتوب په موخه لسگونه ځوانان وروپېژني.

پرعدلي او قضایي ادارو د تورنو د ځواب موندلو په موخه تر دې دمه څه نه دي ويل شوي؛ خو  د ولایت ویاند احمدضیاعبدالزى یاده ستونزه تائیدوي او وايي، ولایتي ادارې په دې اړه له مرکزي دولت سره خبرې کړي دي.

نږدې یوکال وړاندې د ننگرهار د یو شمېر نورو ولسوالیو سربېره په خوږیاڼو ولسوالۍ کې هم سلگونه سیمه يیز پولیس پردنده وگمارل شول؛ خو ډېرخلک وايي، چې د سیمه يیزو پولیسو په لیکو کې داسې کسان پر دنده گمارل شوي، چې د دولت له امکاناتو په گټې اخستنې خپلې شخصي دښمنۍ پالي، چې دې کړنو د خوږیانو امنیتي حالات نور هم خراب کړی دي.

عام خلک وايي، که د خوږیاڼو د امنیتي حالت د ښه کیدو لپاره دولت جدي هڅې ونه کړي؛ نو ډېر نور خلک به له خپلو کورنو بې ځایه شي.

Trending

Exit mobile version