تازه خبرونه

د ننگرهارپه ولسواليو كې کوکنارکرل شوي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ننگرهار ولايت د خوږیاڼو ولسوالۍ په ډيروسیمو کې په زیاته اندازه کوکنارکرل شوي او .کروند گر يې وايي، چې دولت ورسره په تېرو څو کالونو کې د دوی د اړتیا وړ مرستې نه دي كړي او له همدې كبله دوی مجبورشوي، چې پر خپلو ځمکو کوکنار وکري.

د دوى په وينا، که دولت په تېره لسیزه کې پرکروند گرو اصلاح شوي تخمونه وېشلي واى، د اوبو بندونه یې جوړکړي واى او د بزگرو د ژوند د ښوالي لپاره یې کار کړی واى، دا ستونزه به اوس حل وه.

تېرکال د دولتي تاسیساتو په څو کیلومترۍ کې کوکنار نه ول او دولتي مامورینو ته ویل شوي ول، چې که پر ځمکو کوکناروکرل شي له دندو به گوښه شي؛ خو سږکال د ځینو ولسوالیو د انگړونو په لس مترۍ كې کوکناردي او په ليرې پرتو ولسوالیو کې دولتي مامورینو له عادي کروند گرو ډېرکوکنار کرلي.

د ننگرهار والي مرستیال محمد حنيف گرديوال هم په پراخه کچه د کوکنارو کر مني؛ خو وايي، یوه اندازه به له منځه یووړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کوکنارو فصل ته تر شل ورځو وخت پاتې دي.

تېرکال هم د دې ولایت په ډېرو سیموکې کوکنارکرل شوي، چې دولت یې د له منځووړلو له ژمنو سره سره په لمنځه وړولو کې پاتې راغی.

Trending

Exit mobile version