سیمه ییز خبرونه
د ننگرهار خلكو له نوي والي عطاالله لودین څخه د قانوني کارغوښتنه وكړه
د ولسمشر حامدکزي د ۵۴۶۵ لمبرفرمان له مخې مولوي عطاالله لودین د ننگرهار ولايت د نوي والي په توگه وټاکل شو.
نوموړی د یکشنبې په ورځ(د لړم۲۶) د یوه مرکزي پلاوي له خوا د ننگرهار اوسیدونکيو او د سیمه ييزو ادارو کارکوونکيو ته وروپېژندل شو.
د ننگرهار په شاهي ماڼۍ کې دحزب اسلامي سلگونه کسانو برخه اخستې وه. د دغې غونډې پرمهال د ولایتي شورا ځينواستازيو، قومي مشرانو، د پوهنتون ځینواستادانو، د ولسي جرگې ځينوغړيو او یو شمېر عامو خلکو په ننگرهارکې له نامنۍ، پراخه اداري فساد، بې عدالتۍ، ټوپکسالارۍ او نورو ورته ناقانونه كړنو خپلې اندېښنې په ډاگه كړې او له نوي والي یې وغوښتل، چې یادو ستونزو ته د پای ټکی کیدي. که نه لکه د تېر والي په څير به یې پر ضد پراخه لاریونونه وشي.
دغونډې یو شمېرگډونوالو د نوي والي عطاالله لودین له حزب غړیتوب څخه هم اندیښنه څرگنده کړه او له والي یې غوښتنه وکړه، چې د حزب پالنې څخه دې ډډه وکړي او د ننگرهار د سرلوړۍ لپاره دې کار وکړي.
د ننگرهارنوى والي مولوي عطاالله لودین مني، چې په دې ولایت کې نامني، اداري فساد، قاچاقبري، ټوپکسالاري، بې عدلتي او نورې ناقانونه کړنې اوج ته رسیدلي؛ خو په وینا، یې هڅه به وکړي، چې دې ستونزو ته د پای ټکی کیدي او ننگرهار د پرمختگ په لوري روان کړي.
د ننگرهارنوى والي مولوي عطاالله لودین وايي:
د حزب غړیتوب مهم نه دى،د ننگرهار د ولس لپاره به خدمت کوم.
ده د سیمه يیزو ادارو مسوولینو او کارکوونکيو ته خبرداری ورکړ، چې که خپلې کړنې د قانون په رڼاکې پرمخ بونځي له دندې به ليرې شي.
مولوي عطاالله لودین د ننگرهار ولایت د کامې ولسوالۍ اوسیدونکی او د حزب اسلامي غړی دی.
ښاغلى لودین په دیني علومو کې لوړې زده کړې لري او له وکالت مخكې د ننگرهار ولایت د څارنوال او د کابل محاکمو رییس پاتې شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې نږدې شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د ننگرهار پخواني والي گل اغا شېرزي له خپلې دندې استعفا وکړه او ځان یې ولسمشرۍ ته کاندید کړ.
د ننگرهار ډېر خلک پخوانى والي د کار په موده کې په اداري فساد او نورو ناقانونه کړنو تورنوی؛ خو گل اغا شېرزي تل دغه تورونه رد کړي او وايي، چې په ننگرهار کې یې د بیارغونې ډېر کارونه ترسره کړي دی.