تازه خبرونه

د ننگرهار دیني عالمان روانه جگړه د پاکستان د گټو جنگ بولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ننگرهار ولایت د۲۲ ولسوالیو دیني عالمان په جلال آباد کې راټول شوي او روان جنگ د پاکستان دگټو جگړه بولي، چې مذهبي رنگ نه لري.

دیني عالمعبدالظاهر حقاني له وسلوالو وغوښتل، چې وسله پرځمکه کیدي او له غلامۍ ځان خلاص كړي.

دیني عالم محمد اکرم هاشمي وايي، د بهرنیو هېوادونو استخبارت غواړي اسلام بدنام کړي او د همدې له پاره یې د افغان ځوانانو د احساساتو په کارولو ناروا جگړه پيل كړې ده.

دوی له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي، چې پر پاکستان فشار راوړي او په افغانستان کې جگړ بنده کړي.

ننگرهار والي سلیم خان کندوزی دامنیت په خوندیتوب کې د علماوو رول مهم بولي او وايي، ممبر کولی شي افغان ځوانان له اوسنۍ ناروا جگړې منع کړي.

هغه زیاتوي، پاکستان دطالبانو تر څنگ د داعش په نوم نوې جگړه پيل کړي او غواړي دلته پاتې گټې له دې لارې خوندي کړي.

په دې وروستیوکې د داعش اونورو وسلوالو ډلو له تېریو وروسته پر افغان ځواکونوولسي باورزیات شویاو په دې برخه کې دیني عالمان هم دحکومت په ملاتړ ناستي کوي؛ خو له دې هرڅه سره سره د امنیت په ښوالی کې کوم څرک نه ترسترګو کیږي.

خبریال: رحمت الله زیارمل.

 

Trending

Exit mobile version