سیمه ییز خبرونه
د ننگرهار د بهسود ولسوالۍ د قاسم آباد په غېږ كې ملنگ جان مېنه جوړيږي
د ننگرهارد بهسودو ولسوالۍ سلگونه اوسېدونکيو د دغه ولايت ولايتي او ښاري چارواكو په غبرگون كې لاريون كړى.
لاريون كوونكي ادعا كوي، چې دغو دولتي چارواكو په قاسم آباد ښارگوټي كې د دوى شخصي ځمكې نيولي او پرخلكو يې پلورلي.
دوى له دولته غوښتنه وکړه، چې:
په قاسم آباد ښارگوټي کې دې د نومرو د وېش لړۍ ژرتر ژره بنده كړي.
سيمه ييزچارواكي د لاريون كوونكيو ادعا بې بنسټه بولي او وايي، چې:
د قاسم آباد ښارگوټي ځمكه دولتي ده.
د آريانا راډيو- ټلويزيون سيمه ييز خبريال رحمت الله زيارمل وايي، چې:
دغه لاريون د چارشنبې په سهارشا وخوا اته بجې د کونړ- جلال آباد پرلويه لار د بهسود ولسوالۍ د خيالي کلا په سيمه کې دهمدې ولسوالۍ دځينوځايي اوسيدونكيو له خوا پيل شو، چې څو گړۍ دغه لار د ترافيکو پرمخ هم تړلې وه.
لاريون كوونكيو د دغه ولايت د ولايتي چارواكواو د ښاروالۍ د مسوولينو پرضد شعارونه ورکول او له دولت څخه يې غوښتنه کوله، چې په ياده سيمه كې دې ژر تر ژره د كورونو د وېش لړۍ بنده كړي او له دغه ځاى دې خپلې امنيتي پوستې هم وباسي.
دغه لاريون كوونكي ادعا كوي، چې د قاسم آباد ښارگوټي ډېرې ځمكې د دوى شخصي ملكيت دى او ځينو دولتي چارواكو هغه په زور له دوى څخه نيولى او اوس يې د خپلوگټو په خاطر پرنورو كسانو پلوري.
دوى گواښ وكړ که:
دولت يې غوښتنې ونه منې، نو خپلو لاريونونو ته به همداسې دوام ورکړي او س.
د بهسود ولسوال نعمت الله نورزى بيا د لاريون كوونكيودا ادعاوې بې بنسټه بولي.
نوموړى وايي:
غه خلك غواړي، چې له لاريونونو په گټه اخيستنه د قاسم آباد ښارگوټى غصب كړي.
نورزى وايي:
د بهسودو ولسوالۍ اړوند د قاسم آباد ښارگوټى، چې د ملنگ جان مېنې په نوم يادېږي، شپږ کاله مخکې د ښاروالۍ او ښارجوړونې له پلان سره سم د وزيرانو د شورا له خوا پاس شوى او په قانوني ډول يې له تېرو شپږو کلونو راهيسې د ٥٤٠٠ كورونو د وېش لړۍ پيل شوې.
هغه وايي که دغه لاريونكوونكي قانوني اسناد لري، نو قضايي ارگانونو ته دې لاړ شي.
هڅه مو وكړه، چې د لاريون كوونكيو د دغو،غوښتنو او ادعاوو په اړه د ننگرهار ښاروالۍ د مسوولينو نظر واخلو، خو په ښاروالۍ كې د مسوولينو د نشتوالي له لامله دهغوى د نظرپه اخيستلو بريا تر لاسه نه شوه.
د يادونې وړده، چې د قاسم آباد ښارگوټي پر سر تردې وړاندې هم د همدې خلكو له خوا ورته څو لاريونونه شوي.
د ستونزې د حل لپاره څه موده وړاندې دولت له دغوخلكوسره جوړجاړى وكړ اوهغوى ته يې له دولتي ځمكې څخه په نوموړى ښارگوټي كې ٢٠٠٠ نومرې د امتيازپه ډول ورکړې ،خودغو خلكو پردغو نومرو بسنه ونه كړه او د چارواكو په وينا اوس هم د نورو بېوزله خلكو د نومرو عصبولو هڅه كوي.