سیمه ییز خبرونه
د ننگرهار د حصارك ولسوالۍ عملياتو د راى اچونې ۲۵ مركزونه ډاډمن كړل
د ننگرهار چارواكو په ډاگه كړې، چې په حصارك ولسوالې كې يې د رايې وركولو د ټولو هغو پېنځه ویشت مرکزونو امنيت ډاډمن كړى، چی د ناامنې له گواښ سره مخ ول.
د ننگرهار په حصارك ولسوالې كې پېنځه ورځيني تصفيوي عمليات د ټاكنو په وړاندې د امنيتي گواښونو د له منځه وړلو په موخه پيل شوي ول.
د ننگرهار امنيه قوماندان فضل احمد شېرزاد وايي، چې:
په دې عملياتو كې د وسله والو طالبانو ټول پلانونه له منځه وړل شوي دي.
هغه زياتوي:
هغه امنيتي ستونزې هم له منځه وړل شي، چې په دې ولسوالۍ كې د ټاكنو په وړاندې پرتې وې.
نوموړى وايي:
په دې عملياتو كې د وسله والو په بريد كې يو ملكي وگړى هم وژل شوى؛ خو امنيتي ځواكونو ته زيان نه دى رسيدلى.
د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د څلورمې لېوا قوماندان دادان لونگ وايي، چې:
په دې عملياتو كې د ملي اردو ، پوليسو او عامه نظم پوليسو برخه درلوده.
هغه وايي، په دې عملياتو كې يې د كونړ د پېښې غچ اخيستى دى.
د چارواكو په وينا، له عملياتو وروسته به په نوموړې سيمه كې د خلكو په همكارۍ اته پوستې فعالې شي.
د ختيځ زون چارواكو په ډاگه كړې، چې په دې عملياتو كې ۷۵ وسلوال مخالفين وژل شوي او څلور نور يې په ټپي حالت كې نيول شوي دي.