سیمه ییز خبرونه
د ننگرهار د گوشتې نننۍ نښته غرمه مهال پاى ته ورسيده
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د ننگرهار په گوشته کې د افغان سرحدي پولیسو او پاکستانيو ملیشو ترمنځ پيل شوې نښته دريدلې ده .
د ننگرهار والي گل آغا شېرزى وايي:
دا نښته نن سهار پيل او په يوولس بجو پاى ته ورسيده .
هغه زياتوي، دغه جگړه نن سهار هغه مهال پیل شوه، چې پاکستانيو ځواکونو غوښتل په سیمه کې د افغان ځواکونو له خوا نړول شوې دروازه بېرته ورغوي.
هغه څرگنده كړه، چې په جگړه كې له درندو وسلو هم كار اخيستل شوى او پاكستانيو ځواكونو ته مرگ و ژوبله اوښتې، خو كره معلومات يې نشته .
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د ننگرهار په گوشته کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو د نن ورځې نښته د پاکستانیو ځواکونو په غوښتنه پای ته ورسیده.
د کورنیو چارو د وزارت خبري سرچينو ته په ډاگه كړې، چې پاکستانیو ځواکونو په سیمه کې د خپلو لمسوونكيو تحرکاتو بندول منلي دي.