سیمه ییز خبرونه

د ننگرهار سره رود او بهسودو ولسواليو ته د جاپان مرسته ځانگړې شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي:

دغه پيسې به د ننگرهار په دوه ولسواليو كې د ښوونځيو، د وړو پلونو او روغتيايي كلنيكونو پر جوړلو ولگول شي.

د دغه وزارت چارواكي څرگندوي، چې:

جاپان په تېرو لس كلونو كې د افغانستان لپاره له لويو مرسته كوونكيو هېوادونو څخه شمېرل كيږي.

په كابل كې د دوشنبې په ورځ(د سلواغې۲۳) د جاپان سفير هيروشي تاكاهاشي د بهرنيو چارو د وزارت له معين جاويد لودين سره د ديارلس اعشاريه درې ميليون دالرو په ارزښت د مرستو تړون لاسليك كړ.

د بهرنيو چارو وزارت معين جاويد لودين وايي:

دغه پيسې به د ننگرهار د سره رود او بهسودو پر بېلابېلو سيمه ييزو پروگرامونو ولگول شي.

جاپان يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې په تېرو لس كالونو كې يې له افغانستان سره ډېرې مرستې كړي دي.

ويل كيږي، چې د دغه هېواد د مرستو ډېره اندازه د روغتيا، پوهنې او په كليو او بانډو كې پر وړو بنسټيزو پروژې لگول شوي دي.

Trending

Exit mobile version